د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی یاغیانو د بس سرویس د بم په چاودنه کې پنځه تنه وژل شویدی


عراقی پولیسان وائې، یاغیانو نن دشنبی په ورځ دبغداد په ختیځ کې چې اکثره شعیه گان پکې اوسیږی، په منی بس سرویس کې بم ایښی وچې پنځه تنه پکې ووژل شول.

مقامات وائې، یولس تنه نور هغه وخت زخمیان شول چې د بغداد دبلدیت په سیمه کې په بس سرویس کې دبم چاودنه وشوه.

له بلی خوا دامریکا پوځی مقامات وائې، د ائتلاف قواو نن دشنبی په ورځ په مرکزی او لویدیځ عراق کې عملیات وکړل. د دغو عملیاتو په وخت کې ئې څوارلس مشکوک ترورستان ونیول.

نظامی ماموران وائې، ددغو عملیاتو هدف په عراق کې دالقاعدی شبکی وی چې دتاجی، فلوجه او بلد په شاوخوا کې سرته ورسیدل.

په عراق کې د امریکا نظامی قوماندانانو پرون د جمعی په ورځ وویل، د ائتلاف عسکرو ته ډیر وخت پکار دی چې په عراق کې ثبات راولی او امنیتی قواوی وروزی چې سوله ټینگه کړی.

XS
SM
MD
LG