د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د برمته گانو دوژلو وروستى نېټه اوږده کړه


سر تېري طالبان وايي دوى د خپلو غوښتنو د پوره کېدلو په مقابل کې د جنوبى کورېا د ٢٣ ېرغملو دخوشى مهلت اوږد کړى دى.

ېوسف آحمدى چې ځان د طالبانو نطآق بولى خبرى اژانسونو ته ېې ووېل چې سر تېرو حکومت ته دافغانستان د محلى وخت په حساب د دوشنبې د ماښام تر اووبجو پورې وخت ورکړېدى، چې ددوى غوښتنو پوره کاندى او د افغانستان له زندانونو نه ٢٣ طالبان خوشى کړى.

طالبانو گواښ کړېدى چې که دافغانستان او اېتلاف قواوې کوشش وکړى چې د جنوبى کورېا هغه ٢٣ برمته گان چې دوى پخوا نېولى وو، په زوره خلاص کړى نو دوى به ټول ووژنى.

دطالبانو نطاق په ېوه ټلېفونى مرکه کې، نن دېکشنبى په ورځ، د مطبوعاتو په دوه خپرونو کې خبردارى خپور کړېدى.

دغه خبردارى هغه وخت خپور شو چې دافغانستان ددفاع وزېر ووېل چې د افغان او امرېکا په مشرۍ داېتلاف قواو په غزنى کې څو سېمى چې دوى فکر کوى برمته شوى کسان هلته ساتل کېږى محاصره کړېدى.

د جنوبى کورېا ېوه ډلگۍ هم کابل ته ددې لپاره رسېدلى ده چې د ېر غمل شوو کسانو د خوشى کولو په مذاکراتو کې مرسته وکړى.

جنوبى کورېا وېلى دى چې دوى به خپل دوه سوه عسکر ددى کال په اخر کې د پلان سره سم له افغانستان نه خپل هېواد ته بوزى.

په عېن حال کې چارواکى کو شش کوى چې د هغو دوو جرمنېانو سرنوشت معلوم کړى چې تېره اونى طالبانوبرمته کړى وو.

طالبان ادعا کوى چې دوى دوه جرمنېان وژلى دى. خو افغان او المانى چارواکى وايي دوى په دې عقېده دى چې ېو برمته د زړه د حملى په سبب مړ شوى او بل ېې لا تراوسه پورې ژوندى دى.

افغان چارواکى وايي چې دوى دېوه المانى مړى پېداکړى دى خو د هغه دمرگ سبب معلوم ندى. د المان خارجه وزېر فرانک والټر سټېنمېر وايي هغه المانى چې زړه ېې درېدلى دى د فشار او خپگان قربانى دى.

خارجه وزارت وايي دوى په خپل قدرت کې له هرڅه نه کار اخلى چې دهغه بل جرمنى ژوند خوندى کړى. دغه دواړه کسان د پنجشنبى په ورځ په مرکزى افغانستان کې ونېول شول.

طالبان وايي چې دخارجېانو پنځه افغان همکاران ووژل شول. د المان لومړى وزېره انگېلا مرکېل د طالبانو غوښتنى رد کړي دى. هغى وعده وکړه چې د المان درې زره عسکر به په افغانستان کې پاتى وى.

XS
SM
MD
LG