د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جمهور رئېس د ترهگرى خلاف مبارزه کې د پاکستان دهلو ځلو ستاېنه کوى


د امرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي دامرېکا متحده اېالات په بشپړ ډول د پاکستان د حکومت دهغو هلو ځلو ملاتړ کوى چې له قبېلوى سېمونه ېې دالقاعده او افراطي طالبانو داېستلو لپاره کوى.

دغه قبېلوى سېمى له افغانستان سره گډ سرحد لرى. ښاغلى بش وايي د امرېکا د استخباراتو نوي رپوټ په پاکستان کې دالقاعده بېا راژوندى کېدل او تقوېه کېدل په هغه تړون پورې مربوط گڼى چې د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف تېر کال له قبېلوى مشرانو سره کړى و.

د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف په دې موافقه وکړه چې له سرحدى سېمونه خپل عسکر وروسته له هغه نه راوباسى چې قبېلوى مشرانو دا وعده وکړه چې هغوى به د طآلبانو او القاعده جنگېالېو ته اجازه ورنکړى چې له دغې سېمى نه کا رواخلى.

ښاغلى بش وايي قبېلوى مشرانو دا ثابته کړه چې ېا دېته لېوال ندى او ېا دا قدرت نلرى چې مشکوک ترهگران له دغى سېمى نه بهر وساتى؛ په دغه سېمه کې مرگ ژوبله او تشدد مخ په زېاتېدو دى.

ښاغلى بش وايي چې جنرال مشرف اوس په دې پوهېږى چې له قبېلوى مشرانو سره موافقه اشتباه وه او په فعال ډول اقدامات کوى چې خپلې سهوې سمې کړى.

ښاغلى بش وو ېل چې امرېکا به له خپلو شرېکباڼو سره په گډه کاروکړىچې القاعده او طالبان هېچرته هم خوندى ځاى پېدانکړى.

د امرېکا جمهوررئېس د پاکستان په باب په دغو مساېلو باندى، دامرېکا خلکو ته په خپله اونېزه راډېويي وېنا کې د شنبى په ورځ بحث وکه.

هغه ووېل چې داسلام اباد په جومات کې د پاکستان نظامى تهاجم ددى څرگندونه کوى چې جنرال مشرف دترهگرو ډلو خلاف نوى عزم او اراده لرى.

په اسلام اباد کې چې په جومات باندى کومه حمله وشوه دهغى په سبب سر تېرو تېره اونى په ټول هېواد کې له تشدد نه ډکې حملى وکړى.

د مرگ ژوبلې په دغو څپو کې ١٦٠ کسان وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG