د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د اېتلاف قواو دوسلو دوه مشکوک قاچاقبران نېولى دى.


په عراق کې داېتلاف قواو دوسلو دوه مشکوک قاچاقبران نېولى دى.

په عراق کې دامرېکا نظامى چارواکى وايي دغه دواړه ښايي د اېران د سپاه پاسداران، د قدس له قوې سره تړاو ولرى.

د پوځ خبر لېک وايي وسلې او دواړه مشکوکان دعراق په ختېځ کې په ېوه کلېوالى کرونده باندى د چپاو په وخت کې ونېول شول.

پوځى خبر لېک وايي ښايي مشکوکان له هغى شبکې سره تړاو ولرى چې د زغرورو نقلېه وساېلو د تخرېب لپاره چاودونکي وساېل اونورې وسلې قاچاق کوى.

نن د ېکشنبى په ورځ د وخته دعراق لومړي وزېر نورى المالکى دعراق پارلېمان دېته وهڅاوه چې د اگست د مېاشتى د اوړي رخصتى ېا فسخ کړى او ېاېې لنډه کړى چې داسى قوانېن جوړ او منظور کاندى چې دى ېې دعراق د ثبات لپاره لازمى اوضرورى بولى.

ټاکل شوې وه چې پارلېمان د اگست په ټوله مېاشت کې رخصت واوسى؛ خو د امرېکا چارواکى دښاغلى مالکى پر حکومت فشار راوړى داسى قوانېن منظور کړى چې د شېعه اکثرېت او د سنېانو دا قلېت ترمنځ دفرقه ېې او طآېفه ېې مرگ ژوبلې مخه ونېسى او د نفاق او اختلافاتو چاره وکړى.

XS
SM
MD
LG