د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکېه کې دنوی پارلمان لپاره رایه اچول کیږی


په ترکېه کې په میلونو رایه ورکونکی په انتخاباتی حوزو کې راټول شویدی چې دنوی پارلمان لپاره رایه ورکړی.

دغه انتخاباتی مبارزه د اسلام پلوه حاکم گوند ،نیشنالستانو او نورو گوندونو ترمنځ روانه ده. د صدراعظم رجب طئب اردوان دعدل او پرمختگ گوند توقع لری چې پارلمانی انتخابات وگټی، که څه هم چې په ‏(‎٥٥٠ ‏)‎ کسیزپارلمان کې به دحکومت مخالف مشر ‏(‎دینیز بائکال ‏)‎ او د هغه جمهوریت غوښتونکی گوند زیاتی څوکې وگټی.

توقع ده چې نیشنالست گوند په پارلمان کې لږترلږه لس فیصده رایه وگټی.

یوشمیر سیاستمدارانو بی لدی چې دکوم گوندپوری اړه ولری ځانونه کاندید کړیدی. د عامه افکارو سروی ښئ چې کیدای شی مستقل کاندیدان په پارلمان کې څوکې لاس ته راوړی.

پدوی کې یو شمیر کردی سیاستمداران هم شته چې دا به دنولسوه نوی کلونو نه راپدی خوا لومړی ځل وی چې کردی سیاستمداران پارلمان ته انتخابیږی .

XS
SM
MD
LG