د لاس رسي وړ اتصالات

یو نوی رپوټ وايي چه القاعده د امریکا لپاره اوس هم یو گواښ دی او  په راتلکونکي کې به هم همداسې وي


په عین حال کې د امریکا جمهور رئیس جورج بش د کابینې د غړو نه یوې ډلې ته وظیفه ورکړې ده چې د وارداتي خوراکي موادو خوندی کولو لیارې چارې ولټوي.

یو نوی رپوټ وايي چې القاعده د امریکا لپاره اوس هم یو گواښ دی او په راتلکونکي کې به هم همداسې وي.

دغه رپوټ د ملي استخباراتو اټکل په نامه یادیږي. مامورینو په دې هفته کې د شپاړسو استخباراتي موسساتود قضاوت برخه خپره کړېده.

د بن لادن تر مشرۍ لاندې د القاعدې سازمان ځان په اسلامي نړی کې د یوه ترورستي ډلې په حیث له سره سنبال کړی دی.

رپوټ وايي چې القاعده د افغانستان او پاکستان په پولو کې د پراته قبایلي محفوظوسیمونه فعالیت کوي. په یوه تخمین کې پروسږکال ویل شوي ؤ چې القاعده پخوا په شان نظم نه لري.

مگر د ملي استخباراتو مامور تد گیستارو وايي دغه حالت په بدلیدو دی. دی وايي چې القاعده اوس ډیره منظم شویده او په عراق کې کې د القاعده د فعالینو سره اړیکې نژدې کوي.

رپوټ کې ویل شوي دي چې داسې توقع کېږي چې القاعده به خپلو هڅو ته زور ورکړي چې امریکا ته خپل فعالین واستوي.

مگر رپوټ وايي چې هغه هلې ځلې چې د نړی په سطحه د تروریزم په ضد روانې دي د القاعده لپاره دا ستونزه زیاته کړېده چې د امریکا په خاوره کې بله حمله وکړي.

اوس ترورستي ډلو ته معلومه شوې ده چې امریکا د سپتمبر د یولسمې نه وروسته یوه اسانه نښه نه ده.

جمهور رئیس بش په رپوټ باندې د تبصرې په ترڅ کې وویل چې القاعده اوس هم پیاوړې ده خو دومره نه چې د سپتمر د یولسمې نه مخکې وه.

نو ځکه مونږ هر چېرې چې دوی ومومو، ځپو یې. په تکزاس کې د ستراتفورد یوې شخصي استخباراتي کمپنۍ مامور پیتر زیهان هم دا خبره مني چې القاعده په دې کار کوي چې څنگه بیا په امریکا باندې یوه بله حمله وکړي خو دده په عقیده دوی اوس دا توان نه لري.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په لبنان کې حزب الله ممکن په دریو راتلونکو کلونو کې په امریکا باندې د یوې حملې لپاره هلې ځلې وکړي.

رپوټ وايي چې دا کار ممکن هغه وخت وکړي چې وگوري امریکا د ایران لپاره یو باالقوه گواښ دی. د امریکا په کانگرس کې قانون جوړونکو د استخباراتي اټکلونونه د عراق د جگړې پر سر په خپلو ناندریو کې پکار ول.

جمهوري غوښتونکی وايي رپوټ په خپله څرگندوي چې په عراق کې د القاعده وو سره جگړې ته اړتیا شته ده.

ديموکراتان بیا وايي چې د عراق جگړه ترورستان وځیږول او دا جگړه ددې خبرې سبب شوه چې په پاکستان کې القاعده ځان بیا منسجم کړي.

د چارشنبې په ورځ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د راتلونکي اپریل په میاشت کې د امریکايي عسکرو د ایستلو هڅه شنډه کړي.

دا کار د دموکراتانو د ټولې شپې د هلوځلو نه وروسته کیږي چې غوښتل جمهوري غوښتونکي د عراق نه د امریکا د عسکرو ایستلو غوښتنې ته وهڅوي.

هیله کیږي کله چې په سپتمبر کې قانون جوړونکي بیرته راستنیږي د عراق د جگړې په هکله خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

کانگرس د امریکا د سفیر او اعلا قوماندانانو نه غوښتنه کړیده چې ددوی تر بیا ستنېدلو پورې د اضافي عسکرو د نتایجو او پرمخگ په برخه کې دوی ته رپوټ ورکړي.

د امریکایانو لپاره یواځې تروریزم د خوندیتوب یوه ستونزه نه ده. په اوس وختو کې د وارداتي خوراکي موادو د خوندیتوب په هکله هم ځنې اندېښنې رابرسیره شوي دي.

اوس ډیره توجه چین خواته ده ځکه ډیر محصولات چې په دې ملک جوړ شوي دي د بازارونونه بیرته راټول شوي دي.

د چارشنبې په ورځ جمهور رئیس بش د کابینې ځنې غړي په دې موظف کړ چې داسې لیارې چارې ولټوي چې په هغو سره دا خبره یقیني شي چې وارداتي خوراکي مواد محفوظ دي.

دوی دوې میاشتي وخت لري چې بې له دې چې اضافي لگښت وغواړي په هغو لارو چارو غور وکړي چې څنگه دا مواد محفوظ کیدلای شي.

XS
SM
MD
LG