د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پنځوس تنه طالبان وژل شوېدى


په افغانستان کې دامرېکا په مشرى اېتلاف وايى دوى پنځو س تنه چې گومان کېږى طالبان به وى دافغانستان په جنوب کې په دوو ورځو جگړو کې وژلى دى.

دامرېکا او افغان قواو د ېکشنبى په ورځ هغه وخت دهوايى ملاتړ غوښتنه وکړه چې اسلامى جنگېالېو پرېوه نظامى گزمه باندى نا څاپى حمله وکړه.

دغه حمله د هېلمند په ولاېت کې ېوه ځان وژونکى وکړه. هېلمند په افغانستان کې دا پېنو دتولېد مرکز گڼل کېږى. دامرېکا اردو وېلى دى چې داېتلاف هواېې قوې درې بمونه ددې لپاره وغورځول چې ددښمن سنگرونه وران کړى.

په خبر کې وېل شوېدى چې ېاغېانو کوشش وکړ چې داېتلاف ېوه الوتکه وولى خو په دې هڅه کې ناکام شول. دامرېکا پوځ ددوشنبى په ورځ ووېل چې په دغه جگړه کې ملکېان ندى وژل شوى.

دناټو او امرېکا دعسکرو په عملېاتو کې دملکېانومرگ ېوه ډېره جنجالى مسله وه. دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي دغه مسله دمنلو وړ نه بلله.

دافغانستان په نورو برخوکې، دکورنېو چارو د وزارت د رپوټ له مخى ١۴ طآلبان دېو جگړې په ترڅ کې د زابل په ولاېت کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG