د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې اولس تنه  دموټر بم په چاودنوکې ووژل شول


عراقي چارواکي وايي نن ددوشنبې په ورځ لږ تر لږه ١٧ کسان د موټر بم په یو شمیر چاودنو کې وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې درې پارک شوي موټر د شیعه گانو د هستوگنې په کاراده نومى سېمه کې یو په بل پسې له څو دقېقو ځنډ نه وروسته وچول شول. په دې چاودنو کې لږ تر لږه څلور پولیسان ووژل شول.

څلورم موټر بمب د بغداد په مرکزي برخه کې وچاودید. د ا چاودنې په داسې حال کې کیږي چې عراقي چارواکي د سه شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالتو او ایران مامورین د عراق د امنیتې حالاتوپه هکله دخبرو کوربه توب ته ځانونه تیاروي.

د امریکا حکومت ایران په دې تورنوي چې په عراق کې شیعه ملیشو ته د وسلو په برابرولو سره تاوتریخوالي ته لمن وهي ـ دغه تورونه د ایران حکومت په کله ردوي.

په بغداد کې د امریکا سفارت وویل چې سفیر ریان کراکر به د خپل ایراني سیال سره خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG