د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو دکورېا ېي برمته گانو د خوشى کولو لپاره نوې مهلت ټاکلى دى.


سر تېرو طالبانو د هغو کورېا ېي برمته گانو دخوشى کولو لپاره چې په افغانستان کې ېې نېولى وو، نن ددوشنبى په ورځ وروستى نېټه په دې خاطر بېا اوږده کړېده چې د جنوبى کورېا د ٢٣ برمته گانو د خوشى کولو لپاره مذاکرات وکړى.

دغه کورېاېان دمرستو دموسسى رضاکاران دى. نوى مهلت د جنوبى کورېا اوافغان چارواکېو ته ٢۴ ساعته اضافى وخت ورکوى چې له سر تېرو طا لبانو سره ېوې روغې جوړې ته ورسېږى.

نوې نېټه هغوى ته د سه شنبى په ورځ د افغانستان په وخت دماښام تر اوو بجو پورې وخت ورکوى. طا لبان غواړى چې د جنوبى کورېا د برمته گانو په مقابل کې ٢٣ طا لبان چې دافغانستان په زندانونو کې دى خوشى سى.

طا لبانو گواښ کړېدى چې که ددوى غوښتنى ونه منل شى نو برمته شوى کورېاېان به ووژنى. سرتېرو ېو ځل مخکى هم وروستى مهلت تر نن پورې اوږ د کړى و.

کله چې ټاکل شوې وخت راورسېده نو طالبانو خبرى اژانسونو ته ووېل چې مذاکرات سم ندى روان. دافغانستان دکورنېو چارو د وزارت وېاندى نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې حکومت شپه او ورځ هلى ځلى کوى چې کورېان راخوشى کړى.

همدارنگه دهغه ېوه الما نى برمته د خوشى کولو لپاره هم هلى ځلى کېږى. د طالبانو نطاق نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې هغه الما نى برمته او همدارنگه څلور تنه نور برمته افغا نان لا تراوسه پورې ژوندى دى.

طا لبانو مخکى تردې وېلى وو چې هغوى وژل شوېد ي. دهغه دوېم برمته شوي المانى مړى د ېکشنبى په ورځ وموند ل شو.

کورېاېان د پنجشنبى په ورځ دکابل او کندهار د سړک تر منځ په ېوه سروېس موټر کې برمته شول. هغوى ددى لپاره افغانستان ته تللى وو چې هلته د خپلې خوښې بشري مرستى وکړى.

دامرېکا او افغان قواو دغزنى ښا رمحاصره کړېدى. وېل کېږى چې د جنوبى کورېا برمته شوى کسان په همدغه ځاې کې ساتل کېږى.

د المان لومړۍ وزېرې انگېلا مرکېل ووېل دابه د طالبانو غوښتنى چې المانى ېې برمته کړېدى ونه منى.

XS
SM
MD
LG