د لاس رسي وړ اتصالات

په نویو عملیاتو کی پنځوس طالب اورپکی وژل شوي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو ویلي چی د افغانستان په جنوب کې یې په دوه ورځنیو پوځي عملیاتو کې پنځوس طالب اورپکي وژلي دي.

د اسلامي تندلارو سره د کلکي مقابلې لپاره امریکایې او افغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ د هوایې قواو نه مرسته وغوښته چې د هلمند په ولایت کې تندلاري وځپي.

بل خوا په افغانستان کې د برمته شویو کوریایي اتباعو د ژوند په اړه شېبه په شېبه اندیښنې زیاتیږي، د جنوبي کوریا جمهور رئیس پر خپل ولس غږ کړی چې په دې برخه کې دې له سړې سینې څخه کار واخلي.

بل پلو قاري محمد یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي، پرون د دوشنبې په ورځ له اسوشیتید پرس رسنۍ سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې وویل چې د برمته شویو کسانو د وژلو ضرب العجل یې د سه شنبې ورځې تر ماښامه پورې بیا هم اوږد کړ.

د قاري یوسف په وینا، دوی دا گام وروسته له هغه واخیست چې افغان حکومت د کوریایي وگړو په بدل کې د درویشتو غوښتل شویو طالب بندیانو یو تن هم خوشې نه کړ.

نوموړي ددې ترڅنگ، په میدان وردگ ولایت کې د تښتول شویو الماني او افغان کارکوونکو د برخلیک په اړه، د خپلو تېرو ویناوو پر خلاف وویل چې یو المانی او د هغه څلور افغان ملگري تر اوسه ژوندي دي.

XS
SM
MD
LG