د افغانستان د پخوانی پادشاه محمد ظاهرشاه، خاوروته د جنازی د سپارلو مراسم نن په کابل کی پای ته ورسیدل او په تپی مرنجان کی د خپل پلار د قبر تر څنگ خاورو ته وسپارل شوه.
جمهور ریس کرزی په ملک کی د مرحوم ظاهرشاه د مړینی له امله دری ورځی د ویر اعلان کړی دی.
پخوانی پادشاه د دوشنبی په ورځ په خپل کور کی د ٩٢کالو په عمر په حق ورسید. محمد ظاهر شاه ته د ملت د بابا لقب ورکړ شوی و او په ملک کی د ثبات راوستو یو مشال و.
د امریکا جمهور ریس جورج بوش اود هغه میرمن لوره بوش د پخوانی پادشاه په مړینه خپگان ښکاره کړی او دی یی د افغانستان په تاریخ کی یو برجسته شخصیت وگاڼه.
د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کی مون هم د مرحوم ظاهرشاه د مړینی له امله افغانانو ته د تسلیت مراتب وړاندی کړی دی.
ده د پخوانی پادشاه ستاینه وکړه چی په ١٩٦۴ کال کی یی اساسی قانون رامینځته کړی و او دا د برده باری یوه بیلگه وه.