د لاس رسي وړ اتصالات

د مرحوم محمد ظاهر شاه ژوند، سیاست او شخصیت (مرکه)


ډاکټر وی پی ویدک پرتاب چی په هند کی د افغانستان چارو په باب د معلوماتو یوه ذخیره بلل کیږی، دوی خپله دکتورا هم د افغانستان په سیاست د څیړنو په سر اخیستی ده.

ډاکټر وی پی ویدک وایی چی ما اول خارجی سفر افغانستان ته کړیدی او د مرحوم شاه ظاهر شاه د کورنئ خاص میلمه بلکی د کور د غړی په حیث می ډیری شپی ورځی تیری کړیدی.

هغه وایی چی د ما د مرحوم شاه سره ډیر د نیزدی نه وخت تیر کړی او د یو شفیق او مهربان پلار او میلمه پال په توگه می لیدلی دی.

هغه وایی: "هغه یوه غوره انسان و. د هغه د عظمت دپاره به دا خبره کافی وی چی هغه هغو خلکو ته هم ښیرا نه دی کړی او نه یی بد ویلی. کومو خلکو چی ده سره بد کړی وو."

هندوستانئ لیکوال وایی چی محمد ظاهر شاه هیڅ کله هم دا نه ویل چی زه د افغانستان باچا یم. بلکی ځان یی د وطن عادی خادم بللو. او خپلو بچو ته به یی هم ویل چی داسی فکر مه کوئ چی گنی ستاسو پلار باچا دی نو تاسو به هیڅ کار نه کوئ بلکی همیش یی د لیاقت او استحاق په اساس خلکو سره معامله کړیده.

ډاکټر وی پی ویدک وایی چی لکه څنگه چی د یو انسان په توگه محمد ظاهر شاه یو غوره مثال و. نو د حکمران په توگه هم هغه یو مثالی رول لوبولی دی.

د مرحوم ظاهر شاه د حکمرانئ په باب هندوستانئ لیکوال وایی چی په دی نیزدی تاریخ کی د اسیا په منطقه کی یو باچا هم دومره اوږده موده باچایی نه ده کړی.

او د دومره زیاتی مودی پوری د افغانستان په شان ملک باندی حکومت کول اسانه کار نه وی. خو محمد ظاهر خان د خپل سیاسی بصیرت او دانش په برکت ځان همیش د خلکو په زړونو کی ژوندی وساتو.

خپله یی کله هم داسی گام نه اخیستو چی د اولس د ناخوښئ سوبه شی. اولسی معاملی او سیاستونه یی نورو ته سپارل. خپله یې د حکم چلولو شوق نه درلودو او ملک دپاره د یو اساسی قانون اساس کیښود. د یموکراسی یی عامه کړه ، مطبوعات یی ازاد کړل او خلک یی د قدرت په فیصلو کی شریک کړل.

کله چی د هندوستانی کار پوه او افغان شناس نه پوښتنه وشوه چی د افغانستان او پاکستان د مناسباتو په لړ کی د پخوانی باچا محمد ظاهر رول تاسو څنگه ارزیابی کوئ. نو هغه وویل چی پخوانی افغان باچا همیش دا کوشش کولو چی د پاکستان سره خبره د جگړی حد ته ونه رسوی.

د هند د تقسیم نه پس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پښتونستان جنجال سر راپورته کړو. ډیر ځل خبری ډیری تودی شوی. حتی چی په ١٩٦٥ کی د هند او پاکستان د جنگ په وخت ښاغلی ظاهر شاه ته دا مشوره هم ورکړل شوه چی پاکستان د هند سره په جنگ دی نو مونږ به پری دی خوا نه ورشو او پښتانه به ورنه رابیل کړو خو ظاهر شاه دا لازمه ونه بلله چی د بل چی د شر نه د ځان دپاره د خیر راوباسی.

ډاکټر وی پی ویدک وایی چی زما دا نظر دی چی ظاهر شاه صیب همیش د پاکستان سره د ښو اړیکو ساتلو کوشش کړی و.

او دی دپاره د ډیرو خفگان هم په غاړه واخیستو. ظاهر شاه به ویل چی مونږ د اوصولو جنگ کوو او جنگ د مسلو حل نه بولو. هندوستانی لیکوال او څیړونکی نه چی کله دا پوښتنه وشوه چی د افغانستان پخوانی باچا د هند سره دومره مینه ولی درلوده نو دیی یو شمیر وجوهات وښودل.

چی یو یی په کی دا وویلی چی د ظاهر شاه پلار نادرخان خپل ماشومتوب په هند کی تیر کړی و. او خپله به ظاهر شاه ویل چی د دوی بابا به چی کله د کوم شی شمیر کولو نو د پښتو او دری حساب په ځایی به په هندی کی ایک دو تین شروع کړل، بله خبره چی د هند سره دمحمد ظاهر شاه د مینی په ارتباط ډاکټر ویدک یاده کړه نو هغه دا وه شاه ظاهر شاه ویل چی ما چی په روم ایټالیا کی قریب دری لسیزی تیری کړی او زما زیات ساعت د هندی فلمونو سره تیر شویدی چی قریب هره ورځ به می یو دوه فلمونه لیدل.

او د هند د لیدو ارمان می هم ډیر و ډاکټر ویدک وایی چی ما په کال ٢٠٠٣ کی د ښاغلی ظاهر شاه ولیدل. هغه د بمبئ د لیدو ارمان درلودو. او ما ډیر کوشش هم وکړو چی هغه د بمبئ سیل ته بوځم، خو بیا ناروغه شو. په دی ناروغئ کی دی هند ته هم لاړو او مونږ یی ډیر خدمت وکړو.

او ډیر خوشاله رانه ستون شو. د هندی کار پوه ډاکټر ویدک نه چی کله دا پوښتنه وشوه چی هرکله چی اینده کی تاریخ لیکل کیږی، نو تاسو ووایست چی مورخ به محمد ظاهر شاه به د څنگه حکمران په توگه یادوی. نو هغه وویل چی زما په نظر تاریخ به هغه د یو دیموکرات باچا په توگه یاد کړی.

او وبه لیکی چی ده د باچا نه زیات د اولس د خادم په توگه وخت تیر کړو. ده همیش د مشوری نه کار اخیستی، او د مشاورت اصل یی مراعت کړی او بل ثبوت یی دا دی چی ده دویم ځل کابل ته راتگ باندی هم ویلی وو چی یو څو ورځی ژوند راپاتی دی او غواړم چی د وطن په خدمت کی تیر کړم.

او بل دا چی په دی پینځو کالو کی ده د خپل بچو او خپلوانو دپاره هیڅ مقام ونه غوښتو. ډاکټر وی پی ویدک د افغانستان په تاریخ کی د ظاهر شاه د نقش په باب د خپل نظر څرگندولو په وخت وویل چی نن چی افغانستان د کوم حال نه تیریږی، د د ی پیل د هغی ورځ نه شویدی کله چی د ظاهر شاه سیوری د ملت د سر نه لری کړی شو.

هغه وویل چی که چری سردار داود خان په ظاهر شاه باندی کودتا نه وی کړی او هغه عمل چی ظاهر شاه شروع کړی و هغی یی جاری ساتلی و.

نو زه په پوره وثوق سره وایم چی نن به افغانستان هم داسی مخ په بهترئ روان وایی لکه څنگه چی هند وستان په دی شپیتو کالو کی پرمختگ کړی، خو افسوس چی د ظاهر شاه د تگ سره افغانستان په داسی ناورین کی راگیر شو.

چی تر اوسه پکی بند پاتی دی او د ظاهر شاه د رحلت سره په غمونو کی یو بل غم هم زیات شو.

XS
SM
MD
LG