د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د یرغمل شوو کوریانو په وژلو يي پیل وکړ.


یو نفر چی ځان د طالبانو نطاق معرفی کوی ویلی چی دوی د ٢٣ تنه یرغمل شوو کوریانو څخه یو تن وژلي.

مخکي طالبانو گواښ کړي وو چه که د افغانستان حکومتی مقامات ېې غوښتنی ونه منی نو د جنوبی کورېا ٢٣ تنو وژلو به نن شروع وکړی.

طالبان واېې چه په دی اړه ېې د حکومت سره مذاکرات په ټپه ودرېدلی دی. د عزنی ولاېت قومی مشران لگېا دي زېار باسی چه د جنوبی کورېا نېول شوی ېرغمل د طالبانو نه راخلاص کړی، خو څرنگه چه طالبان شېبه په شېبه خپلی غوښتنی بدلوی نو ځکه د قومی مشرانو دا کوښښونه هم تر اوسه پوری بی نتېجی پاتی دي.

طالبان د خپلو بندیانو د خوشی کولو نه علاوه، پېسی غواړی او هم د افغانستان نه د جنوبی کورېا د عسکرو وتل غواړی. تراوسه پوری دری ځله نور وخت ورکړل شو چه دا غوښتنی ومنل شی.

د جنوبی کورېا خارجه وزېر سانگ مېن سون، نن په سېول کی پارلمان ته ووېل د جنوبی کورېا حکومت کوښښ کوی چه نېول شوو کسانو لپاره دوا او درمل ورسوی، خو داسي معلومېږی چه هغوی تراوسه پوری روغ رمټ دي.

‏همدا راز طالبانو ېو المانی سړی او څلور تنه افغانان هم برامته کړی دی او د ېوه بل المانی سړي مړی د ېکشنبې په ورځ ومندل شو، مگر معلومه نه ده چه طالبانو وژلی دی او که په خپله د اسارت په دوران مړ شو.

له بلی خوا په کونړ کې نن محلی مامورانو اعلان وکړ چه ېو المانی ژورنالست او د هغه سره ملگری ېو افغان ترجمان هم تښتول شوی دي. په داسی حال کی چه د نېول شوو کسانو د نېولو نه وروسته او سنی بحران روان دی.

بل خوا د غزني په ولایت کې اوسیدونکو د هغو برمته کوونکو څخه په کلکه د خوشې کیدوغوښتنه کړی.

ددغو کوریایانو دخوشی کیدو لپاره د غزنی ولایت د سلو نه نیولی تر یوسلو پنځوسو سیمه ایزو اوسیدونکو مظاهره وکړه. د تشدد واقعات هم په افغانستان کې دوام لری. د سی شنبی په ورځ امرېکاېې او افغان قواو ووېل چه په مختلفو جنگونو کې ېې د سلو نه زېات طالبان وژلی دي.

XS
SM
MD
LG