د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا د یرغملو سر نوشت


د جنوبي کوریا مقامات وایي کېدای شی چې د طالبانو ددې ادعا په معلومولو وخت ولگېږي چې وایي د خپلو یرغملو نه یې یو تن وژلئ دئ له بلې خوا د جنوبي کوریا مطبوعات د حکومتي مامورینو د خولې وایی چې اته تنه یرغمل خوشي شویدي.

قاري محمد یوسف چې ځان د طالبانو نطاق معرفي کوي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو یو یرغمل وژلئ دئ. یوسف احمدي نن مخکې په تېلېفون کې خبریدارئ ورکړئ ؤ چې یرغمل د غټ خطر سره مخامخ دي.

احمدي وایي چې طالبان د خپلو بندیانودآزادولو د غوښتنې په مقابل کې د افغانستان او جنوبي کوریا د حکومتونو په ځوابونو ندي راضي.

هغه اعلان وکړ چې د یرعملو په سر خبرې ناکامې شوېدي او کېدای شي چې د هغوی نه یو څو تنه ووژل شي. د یوسف احمدي او طالبانو تر منځ روابط هېڅ وخت رسماً ندي تائید شوي. کله ناکله د یوسف احمدي خبرې غلطې هم ثابتې شوېدي.

سره ددې چې د جنوبي کوریا مقامات وایي چې د خپلو اتباعو د خوشي کېدو په لاره کې تر خپله وسه کوښښ کوی، خو په جنوبي کوریا کې د یرغملو خپلوان د طالبانو ننیو گواښونوځورولي دي.

دغه ډله کوریایان دکاتولیک مذهب د کلیسا غړي دی او افغانستان ته د بشري خدمت دپاره تللي دي، خو ځینې انتقاد کونکي وایي چې دوی د خپل مذهب مبلغین دي او په لوی لاس یې ځان د خطر سره مخامخ کړ.

XS
SM
MD
LG