د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې تأثير د ننه په افغانستان کې


تورن جنرال ډېوېډ راډریگز د افغانستان نه په امریکا کې د سټلایت له لارې په یوه خبري کانفرانس کې ووېل چې سږ کال د جون په میاشت کې دتېر کال د همدې میاشتې په نسبت د سرحد د هغې خوانه په افغانستان کې دننه حملې دوه چنده زیاتې وې.

خو جنرال راډریگز وایي چې په روانه میاشت کې د دغسې حملو په شمېر کې زیات کموالئ راغلئ دئ، دا ځکه چې د پاکستان قواوو د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې پوځي عملیات زیات کړیدي.

په افغانستان کې د امریکا ددېره قواوو دغه غټ جنرال وایی چې اقاعده پدې تو ا نېدلې ده چې په تېر یوه کال کې د پنځوسو نه تر شپېتو فیصدو پورې زیات خارجي جگړه ماران افغانستان ته ورواړوي.

جنرال راډریگز ددغو جگړه مارانو د مشخص شمېر په باب څه ونه ویل. هغه وایی چې دغسې خارجي جنگیالي لا هم پخپله د افغاني یاغیانو په نسبت پنځه فیصده کم دي.

جنرال راډریگز وایي چې بیا هم ددغو خارجي جنگیالیو د جنگي فعالیتونو اثر په افغانستان کې د هغوې دشمېرپه نسبت بیخي زیات دئ.

په افغانستان کې د متحده ایالاتود دېره قواوو یو لوی قوماندان راډریگز وایي: هغه وويل، "دغه خارجي جگړه ماران د پیسو غوندې منابعو په انتقال کې هم آساني راولي. دغو خارجیانود ځینې علمې مؤسسو سره هم تماسونه لرلي دی اوددغو مؤسسو نه ورجلب کړي افراد یې په خپلو لیکو کې تنظیم کړي، خپله قوه یې ورباندې تقویه کړې او بیایې په کدرې ډوله عملیاتوکې کار ترې اخیستئ دئ."

جنرال راډریگز دغه راز وایي چې متحده ایالات په نظر کې نه لري چې پاکستان ته قواوې ولېږي تر څو په سرحدي سیمه کې په پوځی عملیاتو کې مرسته ورسره وکړي. هغه وایي چې د افغانستان او پاکستان د سرحد په دواړو غاړو کې د پرتو قواوو تر منځ کافي ښه همکاری موجوده ده، خو متحده ایالات د امنیتي چارو دپاره د اوه نیم سوه مېلیونه ډالرو مرسته ددې ملک مرکزي حکومت ته ورکوي.

تورن جنرال راډریگز وایی چې له بلې خوا په څو تېرو میاشتو کې طالبان باالخصوص ورسته له هغې په جنوبی علاقو کې کمزوري شویدي چې سږ پسرلئ یې د نورو کلو په نسبت ډېر قوي عملیات پیل کړل.

هغه زیاتوي چې د پاکستان په شمول د طالبانو شل تنه قوي قوماندانان په افغانستان کې یا ونیول شول او یا ووژل شول.

هغه وایي: "د طالبانو فعا لیتونه بیخې زیات شنډ شول. اوس نو د طالبانو د قوت او زور اندازه د هماغه حالت سره مساوي ده لکه په تېرو کلونو کې چې وه."

تورن جنرال راډریگز پېش بیني کوي چې په دوو دریو کلو کې به د افغانستان امنیتی قوه په خپلو پښو ودریږي. هغه وویل چې د افغانستان واقعي امنیتي قوه به هغه وخت قوي شی چې د حکومت نفوذ په ټول افغانستان کې خپور شي، د افغانستان اقتصاد قوي شي او د پاکستان سره یی همکاري تقویه شي.

XS
SM
MD
LG