د اروپایی اتحاد ددفاع مامورین وایی چی چی په افغانستان کی په بېلو بېلو حملو کی دوه اروپایی عسکر وژل شوي دي.
د برتانیې ددفاع وزارت وایی چی یوعسکر یې پرون د هلمند په ولایت کی هغه وخت ووژل سو چی زره پوش موټر یې په بم وخوت.
په دې پېښه کی دوه نور برتانوي عسکر زخمي سول . برتانیې افغانستان ته تقریبا اووه زره عسکر لیږلي دی چی اکثره یې د هلمند په ولایت کی د طالبانو سره جنگیږی.
په دې وروستیو مړو سره په افغانستان کی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا د برتانوي وژل شوو عسکرو شمیر ٦٥ تنو ته ورسید.
یوبل خبر وایی چی د سه شنبې په ورځ په یوې افغان نظامي اډې باندی د هاوانو په ډزو کی یو فرانسوئ عسکر ووژل شو.
د فرانسې ددفاع وزارت وایی چی دغه خورد ضابط د وردگو په ولایت کی افغان عسکرروزل.
په افغانستان کی د فرانسې تقریبا یو زر تنه عسکر پراته دي او اکثره یې د کابل په سیمه کی د ناتو په قواو کی وظیفه اجرا کوی.