د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې څه د پاسه پنځوس تنه یاغي طالبان وژل شوېدي


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی ائتلافي قواو د هلمند په ولایت کی په یوه جگړه کی څه د پاسه پنځوس تنه یاغي طالبان وژلي دي.

په یوه نظامي بیانیه کی ویل شوي دي چی ائتلافي قواو ته څه تلفات نه دي اوښتي او په دې ١٢ ساعته جگړه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ ختمه شوه کوم ملکي ته هم څه تاوان نه دی رسیدلی.

په بیانیه کی ویل شوي دي چی په دې جگړه کی چی موسی کلا ته نژدې وشوه د ائتلاف جنگي الوتکو برخه اخیستې وه.

یاغیان د موسی کلا او شاوخوا سیمو نه په خارجي او افغان قواو باندی حملې کوی. د برتانیې ددفاع وزارت پرون وویل چی یو برتانوی عسکر هغه وخت ووژل شو او دوه تنه نور زخمیان شول چی د دوي زره پوش موټر د هلمند په ولایت کی پر یو بم وخوت.

په افغانستان کی تقریبا اووه زره برتانوي عسکر پراته دي او اکثره یې د هلمند په ولایت کی د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي .

XS
SM
MD
LG