د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې افغاني نجلۍ انځور د ټولي اسیا لومړی مقام ترلاسه کړي


د یوې افغانې دولس کلنې نجلۍ یوه رسم شوي انځور داسیا په کچه لومړی مقام ګټلی او د ۵۲ هیوادونو د ماشومانو له انځورونو څخه یې دا مقام خپل کړی.

داشنا تلویزیون خبریال رحیم ګل څاروان ددې جلۍ دژوند په اړه په یوه رپورټ کی لیکي دولس کلنه افغانه نجلۍ تمنا چې په اروپا کې یې دټولې اسیا په کچه رسامي شوي انځور لومړی مقام ګټلی په کابل کې دیوې لویې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دځینو ادارو دچارواکو او داروپايي اتحادې دځینو استازو له لوري یې درناوی وشو.

په کابل کې د اروپايي اتحادې د استازۍ د دفتر له لوري تمنا ته دنورو جایزو ترڅنګ دری سوه ایرو هم ورکړل شول.

د روان عیسوي کال دمارچ په اتمه چې دښځو نړیواله ورځ ده په کابل کې دښځو او سړو دحقوقو دمساوات په نوم د رسامۍ یوه سیالۍ ترسره شوه چې د ماشومانو له مختلفو روزنځایونونه ۲۷۵ رسم شوي انځورونه راټول کړل شول، چې بیا ترې لس غوره وټاکل شول او د اسیاپه کچه په بروکسل کې سیالۍ ته وړاندې شو.

د بروکسل پدې سیالۍ کې دتمنا انځور د ۵۲ هیوادونو د ماشومانو له انځورنو څخه لومړۍ جایزه ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG