د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا لوړه کوى چې له پاکستان سره د ترهگرۍ ضد اقداماتو کې په گډه کار وکړي


د امرېکا د بهرنېو چارو په وزارت کې د سېاسى چارو مرستېال نېکولس برنز هڅه وکړه چې د اسلام اباد اندېښنې کمې کړى.

هغه د چارشنبى په ورځ د سنا د بهرنېو اړېکو د جرگه گۍ په غونډه کې داسى ووېل، «موږ په دې پوهېږو چې پاکستان په خپل هېواد حاکمېت اوسلطه لري. موږ په دې پوهېږو چې دپاکستان قواوې په جگړه بوختې دي. موږ هروخت داغوره گڼلى ده چې له پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف مساېلو کې په گډه کاروکړو.»

خو ښاغلى برنز په عېن حال کې ووېل چې امرېکا د اسامه بن لادن د ترهگرې شبکى خلاف چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدى سېمو کې اوسېږى، د نظامى عملېاتو دکولو لاره د ځان لپاره په ځېنى شراېطوکې خلاصه پرېږدى.

نېکولس برنز وايي، «د اسامه بن لادن دالقاعده او دترهگرۍ ضد جگړې، داهمېت او تقدم په نظر کې نېولو سره که چېرې موږ په اېنده کې ېقېنى معلومات ولرو نو طبعاً امرېکا به هروخت دځان لپاره دالاره خلاصه پرېږدي چى په خپله اقدامات وکړى. خو موږ داغوره گڼو چې له پاکستانى قواوسره په اکثرو پېښو کې په گډه کاروکړو. موږ تقرېبا په هرډول حالاتوکې له هغوى سره په گډه کار کړېدى.»

د تېرې ېکشنبى په ورځ د سپېنى ماڼى د کورني امنېت سلاکارې فران ټاون زېنډ ېوه تلوېزېونى مرکه کوونکي ته ووېل چې امرېکا به دالقاعده د کسانو خلاف د پاکستان په لېرې پرتو سېموکې د افغانستان سرحد ته نېژدى په نظامى اقداماتو غور وکړى.

د پاکستان خارجه وزارت په ډېر قهر ووېل چې دغه ډول اقدام به دمنلو وړ نه وى. دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال ددى لپاره کاپېتول هېل ته تللى و چې د پنځو کلونو لپاره اوه سوه پنځوس ملېونه ډالره مرسته د پاکستان د حکومت دملاتړ لپاره وغواړى چې هلته په قبېلوى سېمو کې په ښوونه اوروزنه، روغتېا، او اقتصادى پروژوباندى ولگول شى.

د دې مرستى مقصد دادى چې دغه لېرې پرته سېمه دپاکستان په ملى اقتصاد کې ور داخله شى.

ښاغى برنز وايي، «زه په دې پوهېږم چې د پاکستان حکومت ته دا معلومه ده چې په صوبه سرحد کې ترهگري ېوازې په نظآمى اقداماتونشى ماتولى. هلته په قبېلوى سمېو کې باېد له هغو کسانو سره چې اثرو او رسوخ لري، ېوه سېاسى روغه جوړه او خبرې اترې موجودې وي. داسى هلى ځلى باېد موجودې وي چې په قبېلوى سمېو کې د بېا ابادونى کارونه پېل سى چې داسى بنېادى خدمتونه منځته راشى چې دهغوى په سبب خلکو ته د ښوونى او روزنى شراېط برابرسى. دغه پېشنهاد شوې مرسته دهغې پراخې مرستى ېوه برخه ده چې په راتلونکېو څو کلونو کې ېو ملېارد ډالرو ته رسېدلى شى. دغه مرسته به په اقتصادى او نظامى برخو کې وي.«

د ښاغلى برنز گواهي ترهغې وروسته وه چې د پاکستان حکومت ددې مېاشتى په سر کې داسلام اباد په لال جومات کې د سرتېرو قبضه ختمه کړه او دا نوې وعده ېې وکړه چې القاعده او نورې خارجې قواوې له قبېلوى سېمو نه وباسى.

XS
SM
MD
LG