د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د تروریزم ضد مبارزه کې له  پاکستان سره کار کوي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نیکولاس برنز وایی امریکا غواړی د پاکستان سره د تروریزم ضد مبارزه کی کار وکړی او دا نه غواړي چی د هغه ملک په حاکمیت باندی تیری وکړی.

هغه پرون د امریکا د مشرانو د جرگې د خارجي روابطو جرگه گۍ ته په یوه استماعیه غونډه کی وویل چی امریکا به ددې اختیار ولری چی په ځینو خاصو حالاتو کی د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کی د القاعده پر ځایونو باندی حملې وکړی.

مگر هغه وویل چی امریکا دا غوره گڼي چی د ترورد شبکې او د بن لادن په مقابل کی په جگړه کی د پاکستان د حکومت سره کار وکړی.

د امریکا د کورني امنیت د سپیني ماڼۍ سلا کارې ‏(‎ فران ټاون سینډ‏)‎ د یکشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني مرکه کی ویلي و چی امریکا به د پاکستان په گوښه سرحدي سیمو کی د القاعده په مقابل کی نظامي عملیات رد نه کړی.

په دې تبصرې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په قهر شو او ویې ویل چی دغه راز هر ډول عمل په د منلو وړ نه وی .

XS
SM
MD
LG