د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امرېکا تبصرې غېرمسوولانه بللى دى


د پاکستان خارجه وزېر دامرېکا د کورنى امنېت د سلاکارې فرانسېس ټاون زېنډ پر تازه تبصرې چې وايي امرېکا د پاکستان په قبېلوى سېمو کې د سرتېرو پر پټو سنگرونو باندى د حملى امکان نه ردوى انتقاد کړېدى.

خورشېد قصورى نن د سه شنبى په ورځ د امرېکا تبصرې غېر مسوولانه وبللى.

ښاغلى قصورى نن داتبصرې په ېوه گډ خبرى کنفرانس کې په اسلام اباد کې هغه وخت وکړې چې دبرتانېې خارجه وزېر هم ورسره پکى گډون کړى و.

د برتانېې خارجه وزېر ډېوېډ مېلبند نن د پنجشنبى په ورځ د ښاغلي قصورى ستاېنه وکړه او هغه ېې ښه دوست وباله.

د برتانېې خارجه وزېر ووېل په سېمه کې د ثبات او امن دمنځته راوستلو لپاره ملگرتېا او انډېوالۍ ته ضرورت لېدل کېږى.

XS
SM
MD
LG