د لاس رسي وړ اتصالات

د امو سيند سيلابونه


د امو سیند چې د ۱۲۰۰ کیلو متره په اوږدوالي د افغانستان او د منځنۍ اسیا د دریو هیوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ یې په طبیعي ډول ګډه پوله جوړه کړې. په تیرو دریو لسیزو کې یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په پرلپسې توګه په زرګونه جریبه د کرکیلې ځمکې او ورشوګانې تر اوبو لاندې کړي دي، چې له امله یې ددغو سیمو میشت اوسیدونکي دخپلو مین و پریښ و او کډه کولو ته اړ شوي دي.

د یوې شوې سروی له مخې د امو سیند یوازی د تخار په څلورو ولسوالیو کې په ټولیزه توګه ۳۴ زره هکټاره ځمکه له منځه وړې او ۲۵ زره کورنۍ یې بې کوره کړې دي.

د بلخ ولایت د شورتیپې ولسوالۍ د تاشګذر دسیمې اوسیدونکي د افغانستان په خوا کې د امو د سیند نه د وراوښتي زیان نه سرټکوي. دوی وايي چې د امو سیند تری په زرګونو جریبه ځمکه او ي لاندې کړې دي.

د سیمې قومي مشر، عبدالرحمن نیازې وايي چې که حکومت غم ونه خوري نو ډیر ژر به په شمال کې ډیرې ولسوالۍ په اوبو لاهو شي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره هم دشمالي ولایتونو د اوسیدونکو څرګندونې مني او وايي چې یوازی د تخار په ولایت کې خلکو ته داوښتي زیان کچه تر لسګونو ملیونو ډالرو زیاته دي.

دا اداره وايي چې دینګې کلا په ولسوالۍ کې ۸۷۷۰ هکټاره ځمکه سیند وړی او ۲۰۰۰۰ کورنۍ یې کډه کولو ته اړ کړي دي.

د افغانستان دچاپیریال ساتنې د اداری مرستیال احمد شاه کریم علومي وايي چې که څه هم د اسیا پرمختیايي بانک د امو د سیند هغې خواته دپولو دټینګولو لپاره کار کړی خو دافغانستان په خوا کې یې تر اوسه داوبو دمخنیوي لپاره څه ندي شوي.

که څه هم د افغانستان حکومت وايي چې د امو دسیند دغاړو د پخولو لپاره یې یو هر اخیز پلان ترتیب کړی خو د۱۲۰۰ کیلومټره اوږده سیند دغاړو د پخولو کار زیات پیسو او اوږده وخت ته اړتیا.

XS
SM
MD
LG