د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو او افغان قواو په لسهاو یاغي طالبان وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی د ناتو او افغان قواو چی د هلمند په ولایت کی د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي په لسهاو تنه وژلي دي.

محلي مامورین وایی چی پرون د پنجشنبې په ورځ د کمبارک په کلي کی د سختي جگړې په وخت جنگي الوتکي هم را وغوښتل شوې.

مامورین وایی چی څو کورونه تباه شوي دي او په مړو کی د ښځو او ماشومانو په شمول ډیر ملکي خلک هم وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی په دې باب تحقیقات کوی. د امریکا اردو پرون وویل چی ائتلافي قواو د هلمند د ولایت د موسی کلا ولسوالۍ ته نژدې د ١٢ ساعتو په جگړه کی چی هوایی بمبارۍ هم وشوې، څه د پاسه ٥٠ یاغیان ووژل.

د امریکا د اردو یوې بیانیې وویل چی نه د ناتو په عسکرو کی او نه په ملکي خلکو کی څوک وژل شوئ دی. مگر څو کلیوالو خبریالانو ته وویل چی ١٦ ملکي خلک په هوایی بمباریو کی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG