د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دری د ناټو او یو افغان عسکر وژل شویدی


ناټو وائې، په افغانستان کې دیاغی طالبانو سره د دوجلا نښتو نه وروسته دری د ناټو او یو افغان عسکر ووژل شول.

پرون د جمعی په ورځ دوه د ناټو او یوافغان عسکر ووژل په داسی حال چې په ختیځ ولایت نورستان کې دیاغیانو سره په جگړه اخته وو.

د یارلس د ناټوعسکر، یو افغان عسکر او همدغه راز یوملکی کس په دغو نښتو کې زخمیان شویدی. د ناټو دریم عسکر د افغانستان په جنوب کې وژل شوی و.

ناټو تر اوسه پوری د وژل شوو عسکرو هویت ندی څرگند کړی. د بریتانی ددفاع وزارت نن دشنبی په ورځ اعلان وکړچې پرون دجمعی په ورځ دهلمند په ولایت کې یو عسکرئې د توغندیو په ډزو کې ووژل شوی و.

په تیرو اتلسو میاشتو کې په افغانستان کې تاو تریخوالی زیات شویدی. د یود پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشر قواو دطالبانو رژیم پکې راوپرزاوه، دا ډیری خونړی میاشتی وی.

د ناټوماموران وائې، یوهلیکپټر ئې پرون د جمعی په ورځ دافغانستان په ختیځ کې د اینجن د تخنیکی عوارضو له کبله کښیناست. دغه هلیکپټر د ناټو زخمی عسکر انتقالول چې دتخنیکی عوارضو له کبله په ځمکه کښیناست.

د اینجن دعوارضو علت تراوسه معلوم ندی مگر ناټو وائې، په شاوخوا کې دیاغیانو دفعالیت رپوټ ورکړل شویدی.

XS
SM
MD
LG