د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی کوریا خاص استازی کوښښ کوی چې برمته شوی کسان خوشی کړی


توقع ده چې د جنوبی کوریا خاص استازی بائک جونگ چون نن دشنبی په ورځ په کابل کې د افغانستان دجمهوررئیس حامد کرزی سره خبری وکړی چې دهغو ‏(‎٢٢ ‏)‎ کوریایانو خوشی کول چټک کړی چې طالبانو برمته کړیدی.

پرون د جمعی په ورځ وروستی نیټه چې د خبرولپاره ټاکل شوی وه، پای ته ورسیده خو د برمته شوو کسانو دسرنوشت په باب څه ندی ویل شوی.

هغه سړی چې ځان ته د طالبانو نطاق وائې، وویل، برمته شوی کسان تراوسه پوری ژوندی دی، که څه هم چی اسوسیټډ پرس د نطاق له قوله ویلی دی چې دبرمته شو کسان روغتیائې حالت ښه ندی.

مرکچیان وائې، د برمته کونکو دضدو نقیض غوښتنو سره لاس په گریوان دی. د دوی په غوښتنو کې د طالیانو دیوشمیر بندیانو خوشی کول، له افغانستان نه دجنوبی کوریا دعسکرو ویستل او جنوبی کوریانه دپیسو غوښتل شامل دی.

یاغیانو دهفتی په سر کې دمرستو درسولو د عیسوی ډلی دوه څلویښت کلن مشر وواژه. لیم هیون جو په نامه یوی ښځی دپنجشنبی په ورځ په تلیفون دخبریالانو سره وغږیده او ددغې ستونزی دحل په برخه کې ئې دمرستی غوښتنه کوله.

د جنوبی کوریا دحکومت د بندیزونو سره سره دغو برمته شوو کسانو افغانستان ته سفرکړی وو.

په جنوبی کوریا کې په د غو برمته شوو کسانو باندی انتقادونه کیږی چې خپل ځانونه ئې پخپله خطر ته ورکړل.

د جنوبی کوریاجمهوررئیس نوموهیون ددغې ستونزی له کبله ئې خپله داوړی راتلونکی رخصتی ئې فسخ کړه .

XS
SM
MD
LG