د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لال جومات ته نژدی د بم دچاودنی په باره کې تحقیقات پیل شویدی


پاکستانی مقامات وائې، په اسلام اباد کې لال جومات ته نژدی دځانمرگی برید په باره کې تحقیقات پیل شویدی.

په دغه حمله کې لږترلږه دیارلس تنه وژل شوی او څه دپاسه پنځوس تنه زخمیان شویدی. دغه چاودنه پرون دجمعی په ورځ جومات ته نژدی په یو رستورانت کې شوی وه.

دا چاودنه لږ وروسته له هغې وشوه چې په سلگونو د مدرسی زده کونکو د پولیسانو سره نښته وکړه. شاگردانو په پولیسانو باندی دتیږو گوزارونه وکړل او پولیسان په ځواب ورباندی اوښکی بهونکی گاز استعمال کړ.

د دغې ځانمرگی حملی اکثره قربانیان پولیسان وو. په سلگونو کسانو بیا دجمعی په ورځ جومات اشغال کړی وو.

دوی د حکومت له خوا انتخاب شوی ملا پرینښود چې د جمعی لمونځ ورکړی او د طالبانو د طرفدار جومات دپخوانی ملا عبدزلعزیز غوښتنه ئې کوله چې بیرته ددغه جومات امام شی.

عبد العزیز دپولیسو په توقیف کې دی. د کورینو چارو وزیر افتاب شیرپاو وویل، حکومت به مظاهره چیانو ته اجازه وریکړی چې قانون پخپل لاس کې ونیسی.

حکومت په جومات باندی دخونړې حملی نه دوه هفتی وروسته د پنجشنبی په ورځ د جومات دروازی بیرته خلا صی کړی.

XS
SM
MD
LG