د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ددوشنبى ورځ ماسپښېن دبرمته شوو کسانو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده


طالبان وايي که افغان حکومت د طآلبانو د بندېانو په خوشىکولو باندى موافقه ونکړى نو دوى به دخپلو دوه وېشت برمته شوو کورېاېانو په وژلو پېل وکاندى.

د طالبانو نطاق نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دى.

طالبان وايي چې د وى د کورېاېانو په بدل کې لږ تر لږه داتو بندى طالبانو د خوشى کولو مطالبه کړېده.

د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي د جنوبى کورېا له استازي سره چې د هغه هېواد د جمهوررئېس استازى دى، ددى لپاره ملاقات وکړ چې دهغو ٢٢ کورېاېانو په باب ورسره خبرى وکړى چې طالبانو برمته کړېدي.

ښاغلى کرزي له بېک جانگ چون سره نن د ېکشنبى په ورځ ملاقات وکړ خو چارواکېوددغه خصوصى مجلس تفصېلات ندى څرگند کړى.

افغان حکومت وايي د ولسى جرگې د غړېو او قبېلوى مشرانو ېوه جرگه گۍ کوشش کوى چې طالبان دېته وهڅوى چې برمته شوى کسان له کو مو شراېطؤنه پرته خوشى کړى.

خو دروېټر خبرى اژانس نن دوخته رپوټ ورکړى و چې طالبانووېلى دى چې له افغان حکومت سره په دې باب نورې خبرى نشى کېدلى.

روېټر د قارى محمد ېوسف له قوله چې ځان د طالبانو نطاق بولى ووېل چې طالبانو دکورېاېانو د دازادى په مقابل کې چې لس ورځى مخکى برمته شوى ول، له حکومت نه د بندى ېاغېانو دازادولو مطالبه کړى وه.

دغى اسلامى ډلى گواښ کړېدى چې که ددوى مطالبه ونه منل شى نو دوه وېشت برمته شوي کورېاېان به قتل کړى.

ېاغېانو د جنوبى کورېا د عېسوېانو دمرستو دکارگرانو ۴٢ کلن مشر تېره اونى په ټوپک ووېشت اومړېې کړ.

د جنوبى کورېا په دغو برمته شوو کسانوکې اتلس ښځى او پنځه نارېنه شامل دى. هغوى لس ورځى مخکى د کابل اوکندهار ترمنځ لاره کې په ېوه سروېس موټر کې برمته شول.

XS
SM
MD
LG