د لاس رسي وړ اتصالات

داسراېېلو لومړى وزېر وايي دې توقع لرى چې دامرېکا په نظامى مرستو کې زېاتوالى راشى


داسراېېلو لومړى وزېر وايي دې توقع لرى چې دامرېکا په نظامى مرستو کې زېاتوالى راشى او وايي چې دى په هغه پېشنهادى معامله اعتراض نلرى چې امرېکا به پکى په عربى هېوادونو وسله خرڅه کړى.

داسراېېلو لومړى وزېر ېهود اولمېرت ووېل د امرېکا دا پلان چې د شلو ملېاردو ډالرو پر مختللى وسله په سعودى عربستان او نوروعربى هېوادونو باندى خرڅه کړى د پوهېدلو وړ دى.

دى وايي اسراېېل په دې ضرورت پوهېږى چې معتدل عربى هېوادونه باېد داېران په مقابل کې تقوېه کړى شى.

ښاغلي اولمېرت نن دېکشنبى په ورځ داهم ووېل چې چې امرېکا به دتوازن د ساتلو لپاره اسراېېلو ته نظامى مرستې زېاتى کړى.

هغه ووېل دامرېکا مرستى به په لسو کلونو کې درې ملېاردو ډالرو ته ورسېږى او دا په سلوکې پنځه وېشت زېاتوالى دى.

توقع ده چې دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس دغه معاملى په رسمى ډول اعلان کړى. هغه اودامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس ددوشنبى په ورځ منځنى ختېځ ته ددى لپاره سفر کوى چې دعراق دتقوېه کولو لپاره دعربى ملکونو ملاتړ را جلب کړى او دوسلو په خرڅلاو بحث وکړى.

دامرېکا چارواکى وايي چې حکومت ېې کوشش کوى چې په منځنى ختېځ کې له خپلو انډېوالو هېوادونو سره د اېران په مقابل کې مرسته وکړى چې هغوى د ېو سپر او حآېل په ډول نقش ولرى.

امرېکا پر اېران داتور لگوى چې داټومى وسلو دجوړولو کوشش کوى.

XS
SM
MD
LG