د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جنوبى کورېا د ېرغملو لپاره وروستى نېټه څلور ساعته نوره هم اوږده کړه


ېاغى طالبانو چې د جنوبى کورېا د ٢٢ ېرغملو دوژلو گواښ کړى و اوس ېې دهغوى دوژلو وروستى نېټه څلور ساعته نوره هم اوږده کړه.

ددې لپاره چې دهغوى د خوشى کولو لپاره مذاکرات دوام وکړى دغه نېټه په محلى وخت د مازېگر تر څلورو بجو پورې اوږده کړى شوه.

دوروستۍ نېټې داوږدولو خبر نن ددوشنبى په ورځ د طا لبانو ېوه نطاق له هغې وېنا نه واخېستل سو چې دهغوى په ېوه وېب پاڼه کې خپور سوېدى.

مخکېنى وروستى نېټه چې په محلى وخت باندى د ماسپښېن دولس بجى وه تېره شوه خو دبرمته شوو کسانو د برخلېک په باب چې د جولاى په ١٩ مه نېول شوي وو، څه معلومات خپورنسو.

طالبانو ېو کورېايي برمته تېره اونى قتل کړ او له هماغه وخت راهېسى ېې څو څو ځلې گواښ کړېدى چې که په وروستېو نېټو عمل ونسى، نو دنورو په وژلو به هم شروع وکړى.

رپوټ وايي هغه مذاکرات چې مقصد ېې د زندانى طالبانو په بدل کې د ېرغملو خوشى کول دى، هغه وخت په ټپه ولاړ وو چې د دوشنبى دورځى وروستى نېټه راورسېده.

دطالبانو ېو ه وېاندى ووېل چې خبرې ښې ندى روانې. افغان مشرانو اونورو طالبان دېته هڅولى دى چې ېا خو وروستۍ نېټه اوږده کړى او ېا برمته شوي کسان خوشى کړى.

خو د طآلبانو نطاق وېلى دى چې داکار به ونشى. ېوې برمته شوې ښځې ېوجنگ هوا، نن ددوشنبى په ورځ له خبرېالانوسره په ټېلېفوني خبروکې دمرستى خواست وکه.

هغې ووېل چې دا اونور برمته شوي کسان ډېر وېرېدلي دي ځکه چې ددوى برمته کوونکېو گواښ کړېدى چې ېو ، ېو ووژنى.

د جنوبى کورېا دبرمته شووکسانو مشر چې تېره اونى وېشتل شوى او مړ شوى، مړى ېې ننن ددوشنبى په ورځ کورته رسول شوېدى.

دهغه دکورنى غړي وايي ترهغه وخت پورې چې پاتې دوه وېشت کسان ازاد شوى نه وي، دده د جنازې مراسم به تره سره نکړى.

څرنگه چې د دوه وېشت ېرغملو له جملى نه ١٨ برمته شوې ښځې دى او ټولې خارجېانې دي نو د افغانستان چارواکېو دهغوى د ازادۍ لپاره خواست، دافغانانو له عنعنوي مېلمه پالنې او مېړانې سره چې د مېلمنو او په تېره ښځو لپاره زېات درناوى لري، ېوځاى کړېدى.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د جنوبى کورېا د جمهوري رېاست له استازي سره د ېرغملو د شخړې داوارولو په برخه کې د ملاقات په ترڅ کې دغه عمل وغانده او دا افغانانو عنعنوى اواسلامى ارزښتونو ته ېې بشپړ سپکاوى بللى دى.

دا لومړى ځل و چې جمهوررئېس کرزي د کورېايي ېرغملو په باب چې د جولاى په ١٩مه نېول شوېدي، وېنا وکړه.

XS
SM
MD
LG