د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باند نیو چارو وزیره او د دفاع وزیر نن منځني ختیځ ته روانیږي


د امریکا د باند نیو چارو وزیره کا نډولیزا رایس او د دفاع وزیر رابرت گیټس نن منځني ختیځ ته روانیږي چې د عراق د ثبات د هڅو لپاره ملاتړ تر لاسه کړي.

د کابېنې دا دوه غړي غواړي په جده کې د سعودي عربستان او د مصر په شرم الشیخ کې د مصر د لوړو مقاماتو سره خبرې وکړې.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیر ځلمي خلیل زاد د یکشنبې په ورځ وویل چې د سعودي عربستان مشرانو چې څومره مرسته باید کړای واي له امریکا سره ېې د عراق په پالیسۍ کې هاغومره مرسته نده کړې.

رایس به یواځې بیت المقدس او رام الله ته سفر وکړي او هلته به د اسرائیلو او فلسطیني مشرانو سره وگوري او گیټس به د عربو د خلیج د هیوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

په یو بل انکشاف کې ایران د امریکا دا پلان چې په سعودي عربستان اونورو ملگرو هیوادو باندې وسلې خرڅې کړي غندلی دی.

امریکايي مامورین وايي د وسلو دا خرڅلاو به د ایران د خطر سره مقابله وکړي خو ایران امریکا تورنه کړیده چې په سیمه کې د ویرې فضا خوروي.

XS
SM
MD
LG