د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوى چې دوى دوېم کورېايي برمته هم وژلى دى


خبری رپوټونه دطالبانو دنطاق یوسف احمدی له قوله وائې، دجنوبی کوریا برمته شوی نارینه دمحلی وخت د ماښام په اته نیموبجو ووژل شو.

دغه ادعا د افغانستان حکومت او دجنوبی کوریا مامورانوچې دبرمته شوو کسانودخوشی په باره کې خبری کوی، نده تائید کړی.

د طالبانو نطاق وویل، دوی دغه برمته شوی سړی ځکه وواژه چې افغانستان او دجنوبی کوریا حکومتونه چې دده په قول لوبی او تیرایستنه کوی.

دی وائې، ددغه برمته شوی سړی دغزنی ولایت دقره باغ په ولسوالی کې اچولی دی. د جنوبی کوریا ددغه برمته شوی سړی دوژلو خبرڅو ساعته وروسته له هغې ورکړل شو چې پرون ددوشنبی په ورځ دطالبانو دوهمه نیټه پای ته ورسیده.

د مرستو درسولو دعیسوی کارگرو۴٢ کلن مشر بائې هیونگ کو تیره هفتهووشتل شوو او ووژل شو. د هغه مړی دغزی په ولایت کې پیدا شوی و.

په عین وخت دالجزیری تلویزيون عکسونه خپاره کړل چې ځینی ئې دژوندی پاتی برمته شوو کسانو دی. په ویډو کې ښودل کیږی چې یو شمیر ښځی غلې ناستی دی او ټکری ئې په سردی او ددوی شاته برمته کونکی ولاړدی.

د مرستو درسولو دعیسوی کارگرو ٢٣ کسیزه ډله دجولای په ١٩ نیټه په داسی وخت کې وتښتول شول چې په بس سرویس کې ئې کندهار ته سفرکاوه . په برمته شوو کسانو کې زیاتې ئې ښځی دی.

XS
SM
MD
LG