د لاس رسي وړ اتصالات

د پاک ټرېبېون ورځپاڼه: د بر تانېې نېژدى څلور زره سخت درېځه کسان په افغانستان کې د ترهگرۍ په کمپونو کې روزل شوېدى


د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د جولاى په اولسمه نېټه لېکى چې دبر تانېې نېژدى څلور زره سخت درېځه کسان په افغانستان کې د ترهگرۍ په کمپونو کې روزل شوېدى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د جولاى په ١٦ مه نېټه لېکى چې د پاکستان حکومت کوشش کوى چې د سولې هغه جنجالى تړون چى په شمالى وزېرستان کې ېې د طآلبانو له پلوېانو سره کړى و خوندىوساتى.

که څه هم جنگېالېو طالبانو پرېکړه کړېده چې دغه تړون مات کړى او د پوځ خلاف جگړه اعلان کړى. طالبانو د پاکستان پر حکومت داتورلگولى دى چې حکومت دهغې لس مېاشتنى معاهدې له مادونه په دې باندى سر غړونه کړېده چې حکومت پاټکونه اچولى دى او د مشکو کو سر تېرو پرضد عملېات کوى.

خو حکومتى چارواکېو ددوشنبى په ورځ داخبره رد کړه او وې وېل چې دوى به له خپله اړخه دتړون پابند ى وکړى.

واشنگټن پوسټ د پاکستان ددولت د اطلاعاتو او کلتور د وزېر طارق عظېم خان له قوله لېکلى دى چې ددوى د اوږدې مودې ستراتېژى بدلون ندى موندلى.

هغه ووېل تراوسه پورې چې حکومت هرڅه کړېدى او په هغوکې په پاټکونو کې د عسکرو اچول هم شامل دى، هغه ددوى د وعدې سره سم اوبرابر دى.

د طالبانو دا پرېکړه چې تړون مات کړى دهغې خونړى اونى په جرېان کې وشوه چې اوېا کسان پکى ووژل شول.

په دې جمله کې زېات کسان د پولېسو او پوځ غړي ول. واشنگټن پوسټ لېکى په دغو حملو کې ېوه هم په شمالى وزېرستان کې وه او لږ ترلږه ٢۴ پاکستانى عسکر پکى ووژل شول.

ورځپاڼه لېکى ددوشنبى په ورځ کومه مهمه حمله نده شوې . د صوبه سرحد لوړپوړه چارواکېو زېاروېوست چې ېوه داسى شورى جوړه کړى چې جنگېالى طالبان او قبېلوى مشران په دې قانع کړى چې د غه تړون مات نکړى.

واشنگټن پوسټ لېکى دغه تړون په اصل کې ددى لپاره شوى وچې له پاکستان نه افغانستان ته د هغو سر تېرو ډلو د اووښتو او حملو مخه ونېسى چې په شمالى وزېرستان کې دېره دى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې په دغه سېمه کې داسى ډلې لکه القاعده او طالبان فعالېت کوى. ددغه تړون سره سم قبېلوى مشرانو محلى جنگېالى تر خپل کنترول لاندى ساتل.

ددى په مقابل کې دپاکستان پوځ ددوى په کارونو کې مداخله اولاسوهنه نه کوله.

د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د جولاى په اولسمه نېټه لېکى چې دبر تانېې نېژدى څلور زره سخت درېځه کسان په افغانستان کې د ترهگرۍ په کمپونو کې روزل شوېدى.

ورځپاڼه لېکى چې دا رپوټ دامنېت د ېوه چارواکى له قوله لېکل شوېدى. پاک ټرېبېون دبر تانېې د سنډې ټېلېگراف په نامه ورځپاڼې په حواله لېکى چې دغه شمېر غونى زېږه کوي، او له بلې خوانه دبر تانېې د امنېتى قابلېت او استخباراتو د اهلېت او کفاېت په باب داسى پوښتنى رامنځته کوى چې اېا دوى خپل هېواد خوندى ساتلى شى که نه.

پاک ټرېبېون لېکى ېوه چارواکى ووېل ددغو کسانو شمېر له برتانېې نه افغانستان ته تللى دي اوبېرته راغلى دى، د درې زرو او څلورو زرو په شاوخواکې دى.

خو ترټولو مهمه پوښتنه داده چې داکسان اوس چېرته دى. ورځپاڼه لېکى چې د بر تانېې د استخباراتو ادارې اټکل کړى وى چې ددغو کسانو شمېر ١٦٠٠ ته رسېږى . مگر اوسنى شمېر د پخوانى اټکل دوه چنده دى.

دغه شمېر دبرتانېې د استخباراتو د ادارى له خوانه تېر کال په اوړى کې ورکړل شوى و.

هغوى لېکلى وو چې د ېو اټکل له مخى ١٦٠٠ کسان په فعال ډول په برتانېه کې دترهگرى په فعالېتونو او پلان جوړولو بوخت دى.

XS
SM
MD
LG