د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په غالۍ اوبدلو کې د ښځو ونډه


په افغانستان کې ترکمنې ښځې دخپلو کورنیو داقتصادي ودې لپاره دغالۍ اوبدنې کسب کوى. ترکمنانې په غالۍ اوبدنه کې خاص مهارت لري او هغه ښځې چې په غالۍ اوبدلو کې تکړه وي، زیات قدر یې کیږي.

په افغانستان کې ښځې خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو لپاره دنارېنه و ترڅنګ اوږه په اوږه په کارونو بوختې دي.

ترکمنې ښځې هم دخپلو کورنیو داقتصادي ودې لپاره دکور د نورو کار نو ترڅنګ دغالیو اوبدلو کسب هم کوي، ترکمنې ښځې په ځانګړي مهارت او په ډیره چټکه توګه اوږدې غالۍ جوړوي.

په ترکمنه ټولنه کې هغه ښځې چې دغالیو په اوبدلو کې ښه مهارت ولري، هغې ته ټول په درنښت ګوري او ډیرې کورنۍ خو لا دا هڅه هم کوي چې په خپله کورنى کې ېې چاته وغواړى او را واده ېې کړى.

ترکمنې غالۍ اوبدونکې ښځې څو ډوله غا لۍ جوړوى. په هغوکې مشهورې خال محمدي، مور، اهل ګل، پتنوس گل او نورې ډول ډول قالینې شاملې دي.

په یوه متر اوبدل شوې قالېنه کې ورته تر څلور زرو افغانیو پورې پاتې کیږي. که څه هم داوږدو غالیو اوبدل ښځو ته ستونزمن کار دی خو ترکمنې ښځې بیا په هرې کورنۍ کې له یوې بلې سره په ګډه مرسته کوي .

د ترکمنو ښځو د اقتصادي وضعي دښه کولو لپاره په کابل کې دترکمنو ښځو یوه ټولنه جوړه شوېده. دا ټولنه هڅه کوي چې د بې وزلو ترکمنو ښځو سره مرسته وکړي.

دی ټولنې په کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې په زرګونو ترکمنو ښځو ته دغالیو اوبدلو دندې سپارلي او دکار په مقابل کې ورته ګټه ورکوي.

، دا ټولنه ددې ترڅنګ چې په غالۍ اوبدنه ترکمنې ښځې بوختې ساتي په نورو بر خو کې تر کمنو ښځو ته دغالیو د مارکیټ موندنې، ښوونې او روزنې او په روغتیايي څانګو ورسره مرسته کوى چې هغوى خپل کارونه پرمخ بوزى.

دترکمنو ښځو ددې ټولنې مشره ډاکټره عایشه اویغون وايي چې ټولنه یې هڅه کوي دغالیو لپاره ښه ګټور مارکیټ پیدا کړي.

عایشه اویغون په کابل کې دترکمنو ښځو دټولنې مشره وايي په افغانستان کې دترکمنو ښځو دغالیو لپاره لویه ستونزه دښه مارکيټ نشته والى دى.

که څه هم دافغانستان په شمالي ولایتونو او ان په مرکز کې ځايي مارکیټونه دغالیو دخرڅلاوو لپاره شته دي خو له افغانستان نه بهر ددغو غالیو د صادرولو لپاره کوم کار ندی شوی.

XS
SM
MD
LG