د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ په غزنى کې دنظامى عملېاتو په اړه دخبرتېا پاڼې غورځولې دي


افغان چارواکي وايي پوځ په غزنى کې خبرتېا پاڼى غورځولي دي او محلى خلکو ته ېې په دغه سېمه کې. د احتمالي پوځى عملېاتو خبردارى ورکړېدى.

داسى گومان کېږى چې طا لبانو به د جنوبى کورېا د ېرغملو پاتى ٢١ کسان په همدغه سېمه کې ساتلى وي. د غزنى ولاېت د قره باغ دولسوالى ولسوال خواجه صدېقى ووېل چې خبرتېاپاڼى نن د چارشنبى په ورځ دغزنى په څو ولسوالېو کې وغورځول شوې.

خو دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې دخبرتېا پاڼى د ورځنېو علمېاتو په باب خبردارى ورکوى او په برمته شوو کسانو پورې څه اړه نلرى.

د طالبانو له خوانه دوروستى نېټى له تېرېدلو نه لنډ وخت وروسته ېوه تن چې ځان د طالبانو نطاق بولى، ووېل پاتى ٢١ برمته شوي کورېاېان لا ژوندي دي.

له هغه وخت راهېسى چې د طالبانو وروستى ټاکل شوې نېټه په محلى وخت دماسپښېن په دولس بجو تېره شوېده تراوسه پورې د جنوبى کورېا د برمته شووکسانو د برخلېک په باب تازه معلومات نشته.

طالبانو گواښ کړى و چې که چېرې ددوى غوښتنى دبندېانو د تبادلى په باب ونه منل شى نو دوى به نور ېرغمل هم ووژنى.

برمته کوونکېو همدا اوس هم دوه ېرغمل وژلى دى. افغان حکومت د زندانى افراطېانو له خوشى کولونه انکار کړېدى. د جنوبى کورېا په پاېتخت سېول کې د ېرغملو کورنېو دامرېکا سفارت ته له احساساتو نه ډک خواست کړېدى چې په مذاکراتو کې ورسره مرسته وکړى.

تردې مخکې دامرېکا د بهرنېوچارو دوزارت نطاق ټام کېسي ووېل دامرېکا او د جنوبىکورېا د چارواکېو ترمنځ ددې شخړې په باب په منظم ډول خبرى اترى او تفاهم شته ده خو هغه په دې برخه کې نور تفصېلات ورنکړل.

د جولاى په ١٩ مه نېټه ٢٣ کورېاېان چې دېوې عېسوى کلېسا له خوانه په رضاکارانه توگه افغانستان ته راغلي وو او په سروېس کې ېې سفر کاوه، دکندهار په شاوخواکې طالبانو برمته کړل.

ددوه کسانو مړي چې ېوېې ( شېم سونگ مېن) نومېږى اوبل ېې ( بې هونگ کو) نومېږى د غزنى په شاوخواکې پېدا شوېدى.

افغان چارواکي وايي طآلبانو دکندهار د ژېړۍ په ولسوالۍ کې د پولېسو په ېوه تآڼه باندې برېد وکړ. هغوى وايي لږ تر لږه لس برېد کوونکي او ېو پولېس په دغه جگړه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG