د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا او امریکا په افغانستان کی د یرغملو د خلاصون د پاره د پوځې قوې استعمال رد کړی


جنوبي کوریا او امریکا موافقه کړې چی په افغانستان کی د جنوبي کوریا د باقي پاته ٢١ تنو یرغملو د خلاصولو د پاره به قوه استعمال نه کړی.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ‏(‎ سانگ مین سون ‏)‎ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ‏(‎ جان نیگرو پانتې ‏)‎ په دې باب نن په مانیلا کی چی هلته د آسیایی ملکونو د امنیت کنفرانس جوړ شوی خبری وکړې.

د جنوبي کوریا یوه مامور وویل چی دواړو خواو د نظامي قوې استعمال رد کړ او موافقه یې وکړه چی په محفوظه توگه به ددې جنجال په حلولو کی د ټولو وسیلو نه کار واخلی.

د جنوبي کوریا د پارلمان یو هیات امریکا ته روان دی چی واشنگټن دې ته وهڅوي چی ددغو یرغملو په خلاصیدو کی مرسته وکړی.

هغه څوک چی ځان د طالبانو نطاق بولي پرون د چهارشنبې په ورځ یې وویل چی برمته سوي کسان لا ژوندي دي، مگر ددې امکان شته چی وبه وژل شی.

هغه دا خبر داری هم ورکړ چی د هغوی د ژغورلو د پاره هر راز عملیات به یې ژوند په خطر کی واچوی.

سړو تښتونکو تر اوسه پوری دوه تنه وژلي دي او وایی چی د باقي پاته ژوندیو کسانو په بدل کی دی د افغانستان حکومت ددوی بندیان ور خوشی کړی.

د بلخواه، د جنوبي کوریا په پلازمینی سیوول کی محصلین او د یوی امریکا ضد ډلی څو تنه د امریکا د سفارت په وړاندی راټول شوی وو او د دی هیواد څخه یی د پاتی یویشتو کوریایانو د خوشی کیدو لپاره د همکاری غوښتنه کوله.

د دی لایون یوه مشر د طالبانو څخه د بشر د کرامت په بنسټ د ټولو کوریایانو د خوشی کولو غوښتنه وکړه.

”څومره چی ستاسی د ملگرو ژوند خوږ دی. د هر انسان ژوند هغومره مهم دی. مهربانی وکړی ټول بندیان ژر تر ژره په سمه توگه خوشی کړی”.

د دې سره سم د جنوبی کوریا د سیاستدانانو یوه ډله امریکا ته وځویده ترڅو واشنگټن د خپلو هیوادوالو د خوشی کولو لپاره د طالبانو سره معاملی ته وهڅوی.

کوریایان دا ویره لري چی د افغان حکومت لخوا د پوځی عملیاتو په کولو کیدایشی طالبان ټول برمته کوریایان ووژنی.

دا د جنوبی کوریا تر ټولو وروستی گام دی چی د وسله والو د غوښتنو د منلو لپاره د واشنگټن سره په تماس کی کیږی.

په دی اته کسیزه ډله کی د جنوبی کوریا د څلورو مهمو سیاسی گوندونو استازی شامل دی او ټاکل شوی چی د امریکا د اولسی جرگی د مشری نینسی پیلوسی، د بهرنیو د وزارت د معین نیک برنز او د ملی امنیت د سلاکار سټیفن هیډلی سره د لیدو سرییره د ملگرو ملتونو د عمومی منشی بان کی مون چی پخوا د جنوبی کوریا د بهرنیو چارو وزیر وو هم ووینی.

بلخوا د غزنی په ولایت کی پولیسو د خلکو د تښتونی او د طالب وسله والو د تیښتی د مخنیوی په موخه د خلکو او موټرو کلکه تلاشی پیل کړی ده.

درویشته تنه کوریایان په همدی ولایت کی د کابل کندهار له سړک څخه تښتول شوی وو چی تر اوسه یی دوه تنه وژل شوی دی.

په همدی ډول د وحیدالله مجددی له قوله ویل شوی دی چی افغان چارواکی، کوریایی پلاوی او طالبان په مخامخ خبرو سلا شوی دی او هغوی اوس په مناسبه ځای موندلو هڅه کوی.

د چهار شنبی په غرمه د طالبانو د یو بل ضرب الاجل وخت هم تیر شو خو تر نن پوری د یرغملو په اړه څه نوی خبر ندی راغلی.

XS
SM
MD
LG