د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتي عسکرو یو ځان مرگه بم چونکئ وژلی دی


پاکستاني پولیس وایی چی د پنجاب په ایالت کی د امنیتي چارو محافظینو یو اسلامي ځان مرگه بم چونکی هغه وخت وواژه چی غوښتل یی د پولیسو د روزني یوه مرکزته پټ تیر شی.

دوی دا هم ویلي دي چی په دې پېښه کی چی نن د سرگودا په ښار کی وشوه د حمله کونکي سره په ډزو کی یو پولیس هم وژل شوی دی.

مامورین وایی چی مشکوک بم چونکي د چاودونکو موادو ډک کمر بند تړلی وچی د ډزو په وخت ونه چاودید.

XS
SM
MD
LG