د لاس رسي وړ اتصالات

یوی افغانی میرمنی په یوه ځل پنځه ماشومان نړی ته راوړل


یوی افغانی میرمنی په یوه ځل پنځه ماشومان نړی ته راوړل .دغه میرمن چی فاطمه نونیږی په اصل کی د غزنی د ولایت اوسیدونی ده چی اوس له خپلو ماشومانو سره دکابل ښار په اندراګاندی روغتون کی بستر ده.

د تیرو دوه میاشتو په ترخ کی دا دوهمه افغانه میرمن ده چی په یوه ځل پنځه ماشومان تړی ته راوړی.

دغه ښځه چی فاظمه نومیږی ۲۵ کاله عمر لری او په اصل کی د غزنی ولایت اوسیدونکی ده فاطمی چی ۷ کاله مخکی واده کړی له خپل دوه ځلی مخکی زیږون څخه یوه لور ورته پاتی ده.

فاطمی چی دا خلی ۳ زامن او ۲ لور ګانی نړی ته راوړی دی، د همدغو څوورځو په لړ کی یی یو زوی مړ شوی.

خو هغه بی هم له د! ی امله چی ۵ ماشومان یی یو ځای نړی ته راوړی دی د خوښی احساس کوی.

(میرمن فاطمه د پنځه ګونو ماشومانو مور) د فاطمی میړه چی یو دهقان دی له اقتصادی پلوه ډیر ناتوانه دی ، او د ماشوم د روغتیا د څانګی مسوول ډاکتر فرید په وینا د نوموړی د یوه بل ماشوم روغتیایی حالت هم د اندیښنی وړ دی.

(ډاکتر فرید) د ښځو د چارو وزیری میرمن حسن بانو غضنفر له فاطمی څخه د عیادت پر محال هغی ته د ۲۰۰ امریکایی ډالرو توڅنګ د یوه اندازه خوراکی توکو مرسته هم وکړه.

همدارنګه میرمن غضنفر وویل چی د 5 یندو او د هغوی د ماشومانو د مړینی د مخنیوی لپاره یی داسی پلا نونه تر لاس لاندی دی.

( حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو وزیره) د تیرو دوه میاشتو کی فاطمه دوهمه افغانه میرمن ده چی پنځه ماشومان یی نړی ته راوړی دی.

او ویل کیږی چی مخکی له دی یوی بلی افغانی میرمنی چی اوس په پاکستان کی ژوند کوی په یوه ځل ۵ ما ومان نړی ته راوړی وه .

XS
SM
MD
LG