د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د کورېاېانو د خوشى کولو لپاره له نظامى عملېاتو نه کار نه اخيستل گيږي


د جنوبى کورېا او امرېکا چارواکى وايي دوى په دې موافقه کړېده چې د پاتې ٢١ کورېاېانو د خوشى کولو لپاره چې په افغانستان کې برمته شوېدى له نظامى عملېاتو نه کار وانخلي.

ېاغې طالبانو تردې مخکى دوه ېرغمل وژلى دى. د پاتې شووېرغملو د خلاصولو لپاره سختې دېپلوماتېکو هلې ځلى روانى دى.

نن د پنجشنبى په ورځ د شېم سنگ مېن مړى د جنوبى کورېا نړېوال هوايي مېدان ته ورسول شو. ېاغې طالبانو شېم سنگ مېن په ټوپک باندى ووېشت او مړېې کړ.

هغوى ترده مخکى بې هونگ کېو بل ېرغمل تېره اونى وژلى و. دغه دواړه کسان دهغو ٢٣ کورېاېانو په جمله کې و چې عېسوي مبلغېن دي او په افغانستان کې دوه اونى مخکى برمته شوى ول.

د جنوبى کورېا چارواکى دخپلو خلکو له زېات فشار سره مخامخ دى چې د پاتى ٢١ برمته شوو کسانو ژوند خوندى کړى.

خو هغوى وايي چې فعلا نظامى عملېات دبرمته شوو کسانو د ژغورنې لپاره له امکان نه لېرې دى. د جنوبى کورېا دخارجى چارو وزېر سانگ مېن سون د پنجشنبى په ورځ په مانېلا کې دامرېکا دخارجه وزارت له مرستېال جان نېگرو پانټې سره په سېمه ئېزه غونډه کې په ضمنى ډول ملاقات وکړ.

دواړو د نظامى عملېاتو له لارې د ژغورنې عمېات رد کړل. په جنوبىکورېا کې د دغه هېواد د جمهورى رېاست نطاق چون هو سون ووېل دداسى هرډول هلو ځلو اجازه به له جنوبى کورېانه غوښتل کېږى چې په هغو کې د ېرغملو د خوشى کولو لپاره له نظامى عملېاتو نه کار اخېستل کېږى.

چون هوسون وايي دى په دې ندى خبر چې افغان حکومت او ېا نړېوالو قواوې دې داسى کوم پلان جوړ کړى و ي چې دهغوى دژغورنى لپاره هڅې وشى.

د جمهورى رېاست ېوه معتبر استاځي جانگ چون دا اونى ټوله په افغانستان کې ددې لپاره تېره کړه چې دېرغملود شخړې لپاره د حل لاره پېدا کاندى.

هغه گاونډى هېواد پاکستان ته هم سفر وکړ چې هلته د اسلامى مشرانو مرسته را جلب کړى. توقع ده چې دى به د جمعى په ورځ بېرته سېول ته ستون شى.

د جنوبى کورېا د ملى پارلېمان اته معتبرغړى چې دېوه مخکېنى سفر په ترڅ کې واشنگټن ته راتلل، توقع ده چې د پنجشنبى په ورځ دامرېکا چارواکى دېته وهڅوى چې ددغى شخړې په اوارولو کې فعاله برخه واخلى.

د جنوبى کورېا ېو شمېر خلک وايي چې امرېکا د برمته شوو کورېاېانو د شخړې په اوارولو کې په دې ډول مرسته کولى شى چې دافغانستان پر حکومت له خپل نفوذ نه کا ر واخلى چې هغوى دبرمته کوونکېو غوښتنى ومنى او برمته شوى کسان له زندانى شوو ېاغېانو سره تبادله کړى.

خو واشنگټن له ترهگرانو سره د مذاکراتو په باب سخته پالېسى لرى او په دې اونى کې ېې ووېل چې په دې پېښه کې به هم مذاکرات ونکړى.

په مانېلا کې د جنوب ختېځې اسېاد هېوادونود خارجه وزېرانو غونډې ېرغمل کول غندلى دى او دهغوى د خوشى کولو غوښتنه ېې کړېده.

د فېلېپېن خارجه وزېر البرتو رامېولود وزېرانو د غونډې په نماېندگى د جنوبى کور ېاله خلکو سره خپله خواخوږى څرگنده کړه اووې وېل چې دى له دغه فرصت نه استفاده کوى او د جنوبى کورېا خارجه وزېر سانگ ته او دهغو کسانو کورنېو ته خپله خوا خوږى وړاندى کوى چې په افغانستان کې برمته شوېدى.

موږ په هغه څه چې هغوى ته ورپېښ شول ژوره خواشېنى څرگندوو.

له کوم وخت راهېسى چې د ېرغملو شخړه پېل شوېده ، تراوسه پورې برمته کوونکېو څو څو ځلى وروستى نېټې ټاکلى دى او وايى چې که ددوى غوښتنى ونه منل شى نو دوى به نور برمته کوونکي هم ووژنى.

XS
SM
MD
LG