د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ماموران او برمته کونکی طالبان تر اوسه غواړی چې د خبرو  لپاره ځای غوره کړی


د افغانستان د حکومت، جنوبى کورېا چارواکي او برمته کوونکي طالبان چې د جنوبى کورېا ٢١ برمته ورسره دي لاتر اوسه پورې په دې لټه کې دي چې دېرغملو د خوشى کولو د مذاکراتو لپاره د مجلس ځاى پېدا کاندي.

دغو ډلگېو د شنبى په ورځ په دې باندى کارو کړ چې د مذاکراتو لپاره ېوه داسى لاره غوره کړى چې د پېښې د ټولو اړخونو لپاره دمنلو وړوي.

طالبان دېته تماېل نلرى چې په داسى سېمه کې له افغان او جنوبى کورېا چارواکېو سره ملاقات وکړى چې د افغانستان د حکومت په واک اواختېار کې وي.

د جنوبى کورېا استاځي د څوورځو راهېسى په افغانستان کې دي او هېله من دى چې له برمته کوونکېو طالبانو سره ملاقات وکړى.

طالبانو د جنوبى کورېا د مرستو کارگرا ن د جولاى په ١٩-مه نېټ برمته کړل. د جنوبى کورېا د د جمهوري رېاست نطاق چېون ها سېون ووېل چارواکېو طالبانو ته وېلى دى چې جنوبى کورېا نشى کولى چې دهغوى غوښتنى د بندېانو د خوشى کولوپه اړه ومنى.

دطالبانو زندانېان د افغانستان له حکومت سره دى او غواړى چې د جنوبى کورېا له ېرغملو سره تبادله شى.

د شنبى په ورځ د جنوبى کورېا ېوې نا معلومې ېرغملى امرېکا غږ اشنا راډېو ته ووېل چې ډېر ېرغمل ناروغ دي او دا په دې نپوهېږى چې هغوى به ترکوم وخت پورې دموجود ه شراېطو په نظر کې نېولو سره ژوندي پاتې سي.

د افغانستان د ډاکټرانو ېوه شخصى ډله دېته چمتو شوېده چې د پاتې ېرغملو علاج وکړى. رپوټ وايي چې دوه برمته شوي کسان ډېر سخت ناروغه دي.

برمته کوونکېو دوه نارېنه برمته وژلي دي او په افغان حکومت ېې تور لگولى دى چې ددوى غوښتنى ېې د ېاغېانو د بندېانود خوشى کولو په برخه کې بابېزه گڼلې دي.

پاتې برمته د جنوبى کورېا عېسوېان دى او زېاتره ېې ښځې دي. هغوى د بشري مرستو لپاره افغانستان ته تللى ول.

د افغانستان حکومت له کوم وخت راهېسى چې دغه ٢٣ کورېاېان د کابل او کندهار ترمنځ لاره کې له ېوه سروېس موټر نه برمته سول، دېرغملو سره د طالبانو د بند ېانو د تبادلى په باب له مذاکراتو نه انکار کړېدى.

XS
SM
MD
LG