د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دامرېکا پوځ وايى د اېتلاف قواو د بم چونو سرغنه وژلى دى


په عراق کې دامرېکا پوځ وايى داېتلاف قواود بم چونو هغه سر غنه وژلى دى چې د شېعه گانو په ېوه سپېڅلي جومات کې ېې بم چولى واو په ټول عراق کې د طاېفه ېې جگړو سبب سو.

پوځى چارواکى وايي حاتم البدري چې په عرا ق کې د القاعده د امېر په حېث د صلاح الدېن په اېالت کې کارکاوه د پنجشنبى په ورځ دعراق د شمالى ښار سماره نه بهر ووژل شو.

پرهغه باندى داتور لگول شوېدى چې د دغه ښار د عسکرېه پر جومات ېې دوه ځلى حمله کړې وه. اول ځل ېې د فبرورى په مېاشت کې حمله کړې وه چې د جومات طلايى گنبذه ېې خرابه کړه او بله پړه پرې دا اچول شوېده چې فرقه او طآېفه ېې جگړوته ېې لمن وهلى ده او په زرگونو کسان پکى مړه شوېدى.

پرحاتم البدرى باندى داتور هم لگول شوېدى چې د سږکال د جون په مېاشت کې ېې پر زېارت حمله وکړه او دوه مېنارونه ېې خراب کړل.

په ېوه بل خبر کې دعراق دپولېسو له قوله وېل شوېدى چې چې نن دېکشنبى په ورځ په بغداد کې د هاوان په ډزوکې ېوولس ملکېان ووژل شول.

پردې سربېره په پاېتخت بغداد کې د ملا مقتدا الصدر ېومعتبر مرستېال له مرگاني برېد نه روغ بچ شوېدى.

په عېن حال کې دامرېکا پوځ وايي ددوى عسکرو نن د ېکشنبى په ورځ دعملېاتو په ترڅ کې په ټول عراق کې څلور ترهگران وژلى او اوه اتنه نور ېې توقېف کړي دى.

XS
SM
MD
LG