د لاس رسي وړ اتصالات

د کوریایانو د خوشی کیدو لپاره هلی ځلی روانی دی


د کوریایانو د خوشی کیدو لپاره هلی ځلی روانی دی او په عین حال کی د غزنی د ښار ټینگ امنیت نیول شوی دی.

بلخواه په کوریا کی د یویشتو هیوادونو سفیرانو او یو شمیر مذهبی مشرانو د تښتول شوو کوریایانو د کورنیو سره لیدلی.

ویل کیږی د غزنی د ښار امنیت د طالبانو د هغه وړاندیز نه وروسته چی د حکومت په کنترول سیمه کی خبرو ته اماده دی نور هم ټینگ شوی دی.

امنیتی پوستی ښار د تگ راتگ په لارو د موټرو او پیاده خلکو بشپړه تلاشی کوی. درویشت تنه کوریایان د همدی ولایت په ساحه کی د کابل کندهار د سړک نه تښتول شویوو.

تر اوسه دوه تنه وژل شوی دی او که چیری د طالبانو ملگری خوشی نشی د نورو د وژلو گواښ یی هم کړی دی. بل لور پرون په کوریا کی څو زرو کسانو د خپلو هیوادوالو د خوشی کیدو لپاره په یوه کلیسا کی دعاوی وکړی.

دا کسان په نړی کی دعیسویانو تر ټولو ستری کلیسا کی راغونډ شوی وو او د تښتول شوو خوشی کیدو او کورنیو ته یی د صبر غوښتنه وکړه.

د عبادت نه وروسته څو تنو د ای پی خبریال ته داسی وویل. ” راځی چی د هغوی ژر تر ژره خوشی کیدو ته دعاوی وکړو” ”

که مونږ ټول یوه ورځ روزه ونیسو، د یوه وخت ډوډی ونه خورو او دعاوی وکړی زه هیله کوم هغوی به خوشی شی.” ”

د کلتور، تمدن او چاپیریال په اساس د تښتوونکو فکر زمونږ له هغی سره فرق کوی. له همدی امله زما په اند د هغوی کلتور باید مطالعه کړو او بیا یی د خوشی کیدو هلی وکړو.”

بلخواه په سویلی کوریا کی د مصر، هندوستان، گوتیمالا او ډیر نورو هیوادونو سفیرانو د طالبانو لخواه د تښتونی عمل غیر انسانی کار وباله او د تښتول شوو د کورنیو سره یی د خپلو هیوادونو د ملاتړ ژمنه وکړه.

د تښتول شوو سره د ملاتړ لپاره د سفیرانو دا غونډه د سریلانکا د سفیر لخواه بلل شوی وه. په غونډه کی د یو شمیر مذهبی مشرانو لخواه د دعاوو او د سفیرانو د ملاتړ څرگندولو په وخت د تښوتول شوو خپلو خپلوانو په لوړ اواز وژړل.

په عین حال کی په سیوول کی د یکشنبی په ورځ یو ځل بیا مظاهرچیانو د افغانستان څخه د هغه هیواد د عسکرو د ایستلو غوښتنه وکړه.

مظاهرچیانو د حکومت ضد ناری وښلی او د کوریایانو د تښتونی لامل یی په افغانستان کی د امریکا په مشری په جگړه کی د کوریایی عسکرو شتون وباله.

XS
SM
MD
LG