د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی او جورج بوش په کمپ ډیویډ کي خبري تر سره کوي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی، د مخکېني پلان سره سم د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس، جورج ډبلیو بوش سره په کمپ ډیویډ کي مهمی خبري تر سره کوي.

ټاکل شوي چي دواړه مشران به د افغانستان په وخت د ماخستن په وخت اته بجې یوخبري کانفرنس ته وینا کوي.

له ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې، د ملي دفاع وزیر جنرال رحیم وردک، د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپېنتا، د ملي امنیت د شورا رئیس زلمی رسول، د ولسمشر د دفتر رئیس، ښاغلی داؤد زی او د ولسمشر ویاند همایون حمیدزاده هم ملگري دي.

افغان پلاوي تېر ماښام له خپلو امریکایي سیالانو سره گډه ماښامنۍ وخوړه او پر ځینو مسایلو یې خبرې وکړې چې تمه کیږي مهم ټکي به یې نن رسنیو ته روښانه شي.

افغان ولسمشر دا ځل د دوه ورځېني سفر په موخه امریکا ته راغلی چې په ترڅ کې به یې له ښاغلي بوش او د هغه له ادارې سره، د افغانستان پر مسایلو، له ترهگرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د وروستیو ناکراریو په هکله وغږیږي خو ویل کیږي چې د خبرو مهم ټکی به د القاعده ډلې د مشر، اسامه بن لادن په باب وي.

ښاغلي کرزي مخکې له دې چې امریکا ته راشي، ویلي و چې بن لادن په افغانستان کې نشته خو دا یې هم یادونه کړې وه چې نه پوهېږي هغه به چېرې وي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې بن لادن د پاکستان په قبایلي علاقو کې پټ دی خو د پاکستان حکومت هم په نوموړي هېواد کې د هغه شتون رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG