د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي بش او کرزى د جنوبى کورېا د ېرغملو د سر نوشت مسوول دي


ېاغى طالبان وايى دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى او دامرېکا جمهوررئېس جورج بش دهغو ٢١ کورېايي ېرغملو د سرنوشت مسوول دى چې له تېرودرو اونېوراهېسى برمته شوېدى.

ېوسف احمدى چې ځان د طالبانو نطاق بولي وايي که چېرې ېرغملو ته څه زېان او تاوان ور واوړى نو د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزى او دامرېکا جمهوررئېس جورج بش به ېې مسوول وى.

دغه دواړه مشران د جمهورى رېاست په تفرېحى ځاى کېمپ ډېوېډ کې له ېوبل سره ملاقات کوى.

طالبان غواړى چې د افغانستان حکومت د جنوبى کورېا د ېرغملو په بدل کې ېو شمېر زندانى طالبان خوشى کړي خو دافغانستان حکومت په دغه ډول معامله کې له گډون کولو نه انکار وکړ.

ښاغلى کرزى په دې برخه کې وايي چې داکار به ېاغېان نورو برمته کونو ته تشوېق کړى. د جنوبى کورېا چارواکى وايي دوى د ٢١ ېرغملو له جملى نه لږ تر لږه له ېوه برمته شوى سره رابطه ټېنگه کړېده.

دغه کورېاېان تېره مېاشت طآ لبانو په افغانستان کې برمته کړل. د جنوبى کورېا ېوه چارواکى چې دنوم له ښودلو نه ېې ډډه وکړه په سېول کې ووېل چې طالبانو ېوه برمته ته اجازه وکړه چې په ټېلېفون کې د جنوبى کورېا له دېپلوماتانو سره په کابل کې د شنبى په ورځ خبرى وکړى.

د جنوبى کورېا په پاېتخت سېول کې دغه چارواکى ددوشنبى په ورځ ووېل چې ددغى رابطى په هلکه نور تفصېل ندى څرگند شوى. د جنوبى کورېا دېونهاپ خبرى اژانس دېوه طالب له قوله چې خپل ځان قوماندان بولي ووېل په ټېلېفونى خبرو کې درې ښځېنه کورېاېانو برخه اخېستى وه.

دافغانستان جمهوررئېس ښاغلى کرزى وايى دى په خپل اختېار کې له هرې ممکنى وسېلى نه کاراخلى چې د جنوبى کورېا ېرغمل ازاد کړى. خو تراوسه پورې دکوم پرمختگ رپوټ ندى راغلى. ښاغلى کرزى وايي چې رېښتونى مسلمان او افغا ن به له ښځو سره داسى مجرمانه سلوک ونکړى.

په دغو ٢١ ېرغملو کې زېاتره ښځې دى. درى اونى کېږى چې طالبانو هغوى برمته کړېدى او زېات ېې ناروغ شوېدى. طالبانو د جنوبى کورېا د مرستو کارگرا ن د جولاى په ١٩-مه نېټ برمته کړل.

د شنبى په ورځ د جنوبى کورېا ېوې نا معلومې ېرغملى امرېکا غږ ته ووېل چې دوه ېرغملې سختې ناروغې دي او دا په دې نپوهېږى چې هغوى به ترکوم وخت پورې دموجود ه شراېطو په نظر کې نېولو سره ژوندي پاتې سي.

د ېرغملو لپاره دوا د ېکشنبى په ورځ هغه ځاى ته ولېږل شوه چې طالبانو ټاکلى و. سرتېرو له دېنه انکار کړېدى چې د جنوبى کورېا مخکېنى غوښتنى په دې برخه کې ومنى چې دوا درمل دې د قومى منځگړېو په واسطه ور ورسول شى.

برمته کوونکېو دوه نارېنه برمته وژلي دي او په افغان حکومت ېې تور لگولى دى چې ددوى غوښتنى ېې د ېاغېانو د بندېانود خوشى کولو په برخه کې بابېزه گڼلې دي. پاتې برمته د جنوبى کورېا عېسوېان دى او زېاتره ېې ښځې دي. هغوى د بشري مرستو لپاره افغانستان ته تللى ول.

د افغانستان حکومت له کوم وخت راهېسى چې دغه ٢٣ کورېاېان د کابل او کندهار ترمنځ لاره کې له ېوه سروېس موټر نه برمته سول، دېرغملو سره د طالبانو د بند ېانو د تبادلى په باب له مذاکراتو نه انکار کړېدى.

XS
SM
MD
LG