د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى کرزي او ښاغلي بش په کمپ ډېوېډ کې ملاقات وکړ


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش او دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي دترورېزم سره په جگړه کې په خپلو تعهداتو ټېنگار وکړ.

دغو دواړو مشرانو داخبرى په کمپ ډېوېډ کې چى له واشنگټن نه بهر پروت دى وکړى. ښاغًلي بش وو امرېکا له ناټو او افغان قواو سره په گډه کارکوى چې له طالبانو سره جگړه وکړى.

ښاغلي بش دا هم ووېل چې دامرېکا قواوې ترممکن حد پورې کو شش کوى چې بېگناه خلک خوندى وساتي.

رپوټ وايي چې په افغانستان کې د امرېکا اوناټو په مشرۍ عملېاتو کې څوسوه ملکېان وژل شوېدى.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش ووېل ده او ښاغلي کرزي په خپل دوه ورځنى بحث کې په دې باندى هم ډېر وخت ولگاوه چې دمخدره موادو دتجارت او اپېن دکرلو خلاف مبارزه ضروري ده.

ښاغلى بش داهم ووېل چې دى په دې ډاډه دى چې د باورى معلوماتو په رڼا کې امرېکا او پاکستان کولى شى چې دالقاعده عالېرتبه مشران پېدا کړى او وې وژنى.

ښاغلىبش له دېنه انکار وکړ چې داخبره وکړى چې که چېرې امرېکا باورى معلومات ولرى نو له پاکستان سره له سلاکولو نه پرته به پرې عملى اقدام وکړى او که نه.

ښاغلى بش داهم ووېل چې دا په اېران پورې اړه لرى چې دا ثابته کړى چې په افغانستان کې د ثبات قوت دى که نه.

ښاغلى کرزي داهم ووېل چې دى په افغانستان کې د ځان وژونکېوبرېدونو په زېاتوالى کې چې دامرېکا په مشرۍ داېتلاف پر قواو کېږى، اېران گرم نه بولى.

هغه ووېل چې اېران تر زېاتى اندازې پورې په افغانستان کې مرسته کوونکى هېواد دى، او خنډونه نه پېښوى.

خو د امرېکا حکومت پر اېران باندى دا پړه اچوى چې ترهگرانوته مالى مرسته برابر وى او په ا فغانستان اوعراق کې جگړه مارو ته وسلى برابروى.

XS
SM
MD
LG