د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شمال کې په ېوه مرگانۍ چاودنه کې دېرش کسان ووژل شول


د عراق په شمال کې یوې لویې چاودنې دیرش کسان ووژل او پنځوس تنه نور یې ټپیان کړل.

امنیتي مقامات وايي نن ددوشنبې په ورځ د چاودونکېو موادو نه ډکه لاري موټر د تل افار د مسلمانو شیعه گانو په سیمه کې وچول شوه. د امنیتي مامورینو له قوله ډیر شمیر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د باقوبې په ښار کې پولیسو وویل دوی په هغه سیمه کې چې القاعده پکى فعاله ده ٦٠ خراب شوي مړى موندلي دي.

عراقي او امریکايي قواوې په سیمه کې تصفیوي عملیات تر سره کوي.

په بغداد کې پولیس وايي د شیعه گانو د هستوگڼې په سیمه کې د سړک د غاړې بمب نهه کسان ووژل.

په عین حال کې د امریکا د متحده ایالاتو او ایراني متخصصینو د عراق د امنیتي مامورینو سره په بغداد کې په دې هیواد کې د امنیت په ستونزه باندې خپلې خبرې پیل کړې.

په بغداد کې د امریکا د سفارت ویاند وویل چې دواړه خواوې جدي او بربنډې خبرې وکړې خو ویاند د زیاتو تفصیلاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG