د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي چې د بندېانو تبادله کورېايى برمته خوشى کولى شى


طالبان په افغانستان کې ددى لپاره کوشش کوى چې د ٢١ پاتى کورېاېې ېرغملو په مقابل کې خپل بندېان راخوشى کړى.

د طالبانو ېوه نطاق ووېل دوى په دې غور کوى چې کورېايي ېرغمل د طالبانو د بندېانو په مقابل کې چې امرېکاېې قواو نېولى دى تبادله کړى.

دا وېنا ېوه ورځ وروسته له هغه نه خپره شوه چې جمهوررئېس کرزي او جمهوررئېس جورج بش له طآلبانو سره دغه ډول معامله له احتمال نه لېرې وبلله.

دهغو خبرو په ترڅ کې د واړمشرانو ددوشنبى په ورځ په واشنگټن کې وکړې دواړو په دې موافقه وکړه چې د طآلبانو د غوښتنو منل به هغوى نوره هم زړورکړى او نورو برمته کونو ته به ېې وهڅوي.

طالبان غواړى چې د کورېاېې ېرغملو په بدل کې زندانى طآ لبان ورخوشى کړى شى. هغوى تراوسه پورې دوه ېرغمل وژلى دى.

همدارنگه ددوشنبى په ورځ ېوې ډلې کورېايي امرېکا ېانو په نېوېارک کې د ملگرو ملتونو له دفتر نه بهر مظاهره وکړه او د برمته شوو کسانو د خوشى کولو غوښتنه ېې وکړه.

مظاهره چېانو شکاېت درلود چې دهغوى دخوشى کولولپاره په کافى اندازه نړېوالى هلې ځلې نه کېږى. تردې مخکى د طالبانو ېونطآق وېلي وو چې د ېرغملو ژوند د ښاغلي بش او ښاغلى کرزي په لاس کې دى.

طالبانو ٢٣ کورېاېان چې د جنوبى کورېا د ېوې کلېسا رضا کاران دي د جولاى په ١٩ مه نېټه برمته کړل. پاتې ېو وېشت ېرغمل ټولى ښځې دي.

رپوټ وايي چې له طآلبانو سره له درې اونېو بند نه وروسته تقرېبا اکثره ناروغې شوېدى. د داو درملو ېوه جوپه مال چې دېرغملو لپاره و د ېکشنبى په ورځ ېوه داسى ځاى ته چې طآلبانو ټاکلى و دافغانستان په جنوب کې لېږل شوېدى.

افغان چارواکى وايي چې دوى کوشش کوى چې د جنوبى کورېا له چارواکېو سره مرسته وکړى چې له طالبانو سره مخامخ خبرى وکړى.

هغوى وايي چې دنظآمى عملېاتو لپاره په دې برخه کې تراوسه پورې هېڅ اقدام ندى شوى.

خو د طالبانو او جنوبى کورېا د چارواکېو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هلى ځلى په ټپه درېدلى دي او دملاقات په ځاى باندى موافقه نده شوې.

XS
SM
MD
LG