د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس: د اسرایلو مشر د سولی د پروسی د بیا پېلېدلو په برخه کی ډیر جدی دی


د فلسطینانو جمهور ریس محمود عباس ویلی دی چی اسرایلو ورسره ژمنه کړیده چی په مقبوضه سیمو کی به د فلسطینیانو د عامو روزمره مسلو د ‏حل دپاره عاجل گامونه اخلی.

ښاغلی عباس دا خبری د دوشنبی په ورځ د اسرایلو د لومړى وزېر ایهود اولمرت سره د لودیزی غاړی دارېها په سیمه کی د لیدو نه پس د فلسطین غږ په نامه راډیو کی کړیدی.

هغه ویلی دی چی دی په دی عقیده دی چی د اسرایلو مشر د سولی د پروسی د بیا پېلېدلو په برخه کی ډیر جدی دی.

دی نه وړاندی د اسرایلو لومړى وزېر ویلی وو چی د محمود عباس سره ېې په اساسی مسلو باندی خبری کړیدی او د ده په وینا دا خبری به ډیر زر داسی خبرو ته لاره هواره کړی چی په نتیجه کی به یی د فلسطین ازاد دولت جوړ شی.

د اسرایلو مامورین وایی چی د ارېها په خبرو کی ډیری مهمی او ځنډیدلی مسلی نه دی یادی شوی. لکه دا چی د دواړو منطقو ترمنځ سرحدونه معلوم شی. د الویدیزی غاړی نه د ناقیلو یهوداونو ابادئ ختمی شی او بیت المقدس سرنوشت معلوم شی.

XS
SM
MD
LG