د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پارلمان: گډه جرگه دامنېت په لور ېو مثبت قدم دى


په کابل کې د سیمې دامن جرګه چې د افغانستان او پاکستان دولسونو داستازو ترمنځ ترسره کیږي، په افغانستان کې ډیری افغانان، سیاسي ډلې، او دپارلمان اکثره غړي ترې پدغه هیواد کې سولې دراتلو او ددواړو هیوادونو ترمنځ دستونزو د ورکولو هیلې کوي.

د امن په دې ګډې جرګه کې به د افغانستان او پاکستان ۷۰۰ استازي برخه ولري. د افغانستان د پارلمان ډیری

غړي دامن ګډه جرګه یو نیک ګام بولي.

دوی پدې باور دي چې دا جرګه خامخا په افغانستان کې په مثبتو اوښتونونو خپل اغیز لرلای شي. دولسي او مشرانو جرګې له تیاوو زیات غړي دامن په جرګه کې ګډون لري.

دولسي جرګې غړی میرویس یاسیني چې دامن د جرګې غړی هم دی اشنا تلویزیون ته وویل چې دامن جرګه د افغانستان په ډیر اوږده تاریخ کې لومړی وار دی چې دافغانستان او پاکستان دخلکو ترمن کیږي.

دولسي جرګې بل غړی ملا تاج محمد مجاهد دامن جرګه دافغانستان په امنیتي اوضاع اغیزمنه ګڼي. خو د پارلمان غړې هوا علم نورستانۍ په جرګه د مولانا فضل الرحمان نه شتون ته ناهیلې ده.

د امن جرګه تیر کال په واشنګتن کې دامریکا، افغانستان او پاکستان دولسمشرانو د درې اړخیزو خبرو پایله ده چې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG