د لاس رسي وړ اتصالات

د امن د جرگې دامنېت د ساتلو لپاره بشپړ تېارى نېول شوېدى


دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي چې دامن جرګې ته یې پوره تیاری نیولی ددې ترڅنګ د کابل ښار په ټولو برخو کې هر ځای پولیس او د ملي اردو سرتیري لیدل کیږي.

پداسې حال کې چې له پاکستان نه دامن ګډې جرګې ته د استازو دراتګ لړۍ پيل شوی، د کابل په ټول ښار کې هر ځای امنیتي پولیس، ملي اردو او نور ځواکونه د امنیت دخوندي کولو لپاره په سړکونو او د جرګې د خیمې شاوخوا ته خواره واره لیدل کیږي.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي چې دوی له نورو امنیتي ارګانونو سره د جرګې د امنیت دساتلو په خاطر قوي پلان ترلاسه لاندې نیولی.

دکورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې چې هڅه کوي دجرګې امنیت په ښه توګه ونیسي.

د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې له وړاندې د امن جرګې ته د امنیت دخوندي کولو لپاره یو کمیټه د ملي دفاع دوزیر عبدالرحیم وردک په مشرۍ جوړه شوې، چې پدغه کمیټه کې دملي پولیسو و ملي اردو دګډون برسیره دایساف ځواکونه هم شامل دي.

دیادونې وړ ده چې دپخواني پاچا محمد ظاهر شاه خاورو ته دسپارلو مراسمو ته هم یوه کمیټه جوړه شوې وه چې ددفاع وزیر یې مشري کول او ټینګ امنیتي تدابیر یې نیولي ول.

XS
SM
MD
LG