د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمن فاطمه خپل دوهم ماشوم هم له لاسه ورکړ


هغی میرمنی چی په یوه ځل پنځه ماشومان نړی ته راوړی وه په روغتون کی د کافی امکاناتو د نشتوالی له امله یی خپل دوهم ماشوم هم له لاسه ورکړ.

د فاطمی لمړی ماشوم چی د زیږون په لمړیو ورځو کی مړ شوی وه خپله هم په ډیر بد اقتصادی حالت کی ژوند کوی.

او د اندرا ګاندی روغتون چی نوموړی اوس پکی بستر ده کافی امکانات نه لری. د دغه روغتون د ماشومانو د څانګی مسوول ډاکتر عبدالصبور نیازی د دوهم کوچنی د مړینی لامل د پوره امکاناتو نشتوالی بولی.

میرمن فاطمه او د دغه روغتون یو شمیر کار کوونکی وایی وروسته له دی چی یو شمیر محدودو رسنیو د نوموړی په باب خبرونه خپاره کړل له دی سره یوه اندازه مرستی وشوی چی له دی جملی د جمهور رئیس د۵۰ زره افغانیو او د جمهور رییس د مرستیالانو او دروغتیا د وزارت د وزیر له مرستو یادونه وکړو.

فاطمه وایی چی له هغی ورځی یی دوهم ماشوم مړ شوی، خپلو نورو ماشومانو ته هم شیدی نشی ورکولی.

په عین حال کی د ماشومانو د ساتلو یا ( سیف ده چیلدرن ) څو موسسی چی د انګلستان، سویډن او امریکا پوری اړه لری، په کابل کی فعالیت کوی.

په داسی حال کی چی د فاطمی دوهم ماشوم هم مړ شو، په دغه روغتون کی د امکاناتو د نشتوالی له امله نور کوچنی هم له خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG